پاكستان او مالديپ پارليماني ٬ سفارتي او معاشي همكارۍ ته د ودې وركولو پراخه امكانات لري: د سېنېټ چيئرمېن

اسلام آباد۔22اکتوبر  (اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن سید یوسف رضا ګیلاني د پاکستان او مالدیپ ترمنځه د اوږد مهاله دوستانه اړیکو د لا پیاوړتیا او پارلماني، سفارتي او اقتصادي همکاریو ته د نوو اړخونو  ورکولو په اړتیا ټینګار کولو سره وئيلي دي په بیلا بیلو برخو کښې د دواړو هیوادونو ترمنځه همکارۍ لپاره پراخه امکانات شته۔ د سېنېټ د سکرټرېت لخوا د خپرې شوې اعلامیې له مخې هغه د …

اسلام آباد۔22اکتوبر  (اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن سید یوسف رضا ګیلاني د پاکستان او مالدیپ ترمنځه د اوږد مهاله دوستانه اړیکو د لا پیاوړتیا او پارلماني، سفارتي او اقتصادي همکاریو ته د نوو اړخونو  ورکولو په اړتیا ټینګار کولو سره وئيلي دي په بیلا بیلو برخو کښې د دواړو هیوادونو ترمنځه همکارۍ لپاره پراخه امکانات شته۔ د سېنېټ د سکرټرېت لخوا د خپرې شوې اعلامیې له مخې هغه د دې خيالاتو څرګندونه په اسلام آباد کښې د مالدیپ  اولسمشر ډاکټر اېم معېزو سره د لیدنې په مهال وكړه۔ د سېنېټ چيئرمېن ووئيل پاکستان او مالدیپ به سږ كال 2026  کښې د سفارتي اړیکو د تاسیس 60مه کلیزه لمانځي، چې د دواړو هیوادونو ترمنځه د اوږد مهاله دوستانه اړیکو یوه مهمه نخښه ده۔ هغه ووئیل په بېلو برخو کښې د تفاهم لیکونو لاسلیک د دوه اړخيزه همکارۍ ودې لپاره د ګډ عزم څرګندونه ده۔ سيد يوسف رضا ګيلاني ووئيل پارلماني سفارتكاري د دواړو هېوادونو ترمنځه د دوه اړخيزه باور او اداره جاتي رابطو په پياوړې كولو كښې مهم كردار ترسره كولې شي۔ د پارليماني پلاويو تبادلو ٬ فرېنډشپ ګروپس  او  د قائمه كمېټيو د لارې همكارۍ ته لا وده وركړې كېدې شي۔ په سيمه ايزه او نړيواله وضعه خپلو خبرو كښې سيد يوسف رضا ګيلاني ووئيل پاکستان منطقه او نړۍ كښې امن غواړي۔ هغه ووئيل په ايران – امريكا شخړه كښې  د پاكستان كردار په نړيواله كچه منلے شوے دے ٬ د پاك – هند تاؤ تريخوالي په مهال هم پاكستان د يو ذمه وار هېواد كردار ترسره كړوے۔ د مالدیپ صدر ډاكټر اېم معېزو ووئيل هغه پاكستان سره د ورورولۍ اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري۔ هغه ووئيل د پاکستان او مالدیپ ترمنځه  د اوږد مهاله دوستانه اړیکو د لا پیاوړتیا او پارلماني، سفارتي او اقتصادي همکاریو ته د نوو اړخونو ورکولو پراخه امكانات شتون لري۔ هغه ووئيل پاكستان د سرمايه كارۍ بلها موقعې لري كومو څخه چې مالديپ بشپړه ګټه پورته كولې شي۔ د مالديپ اولسمشر نړيوال تاؤ تريخوالي كمولو كښې د پاكستان كردار ستائيلو سره د ورورولۍ  دوه اړخيزه اړيكو لا پياوړتيا له د شريكو هڅو په دوامدار ساتلو ټينګار وكړو۔

مزید خبریں