وفاقي حكومت به د عسكري مشرتابه سره په ګډه د خېبر پښتونخوا  د اولس مسائل حل كوي٬  د امن او پرمختګ  دوره بيا راوستو سره به د صوبې د اولس د خوشحالۍ خوبونو ته  عملي جامه واغوندو ٬ د وزيراعظم شهباز شريف د فېډرل اېپكس كمېټۍ غونډې ته خطاب

پیښور ۔ 22 اكتوبر(اے پي پي)  وزيراعظم محمد شهباز شريف د دې عزم پخلے كړے دے  چې وفاقي حكومت به د عسكري مشرتابه سره په ګده   د خېبر پښتونخوا د اولس مسائل حل كړي٬ خېبر پښتونخوا كښې خوشحالۍ ٬ امن او د پرمختګ دوره په بيا راوستو به د صوبې  د اولس  خوبونو ته عملي جامه واغوندوو۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ ګورنر هاوس پیښور كښې …

پیښور ۔ 22 اكتوبر(اے پي پي)  وزيراعظم محمد شهباز شريف د دې عزم پخلے كړے دے  چې وفاقي حكومت به د عسكري مشرتابه سره په ګده   د خېبر پښتونخوا د اولس مسائل حل كړي٬ خېبر پښتونخوا كښې خوشحالۍ ٬ امن او د پرمختګ دوره په بيا راوستو به د صوبې  د اولس  خوبونو ته عملي جامه واغوندوو۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ ګورنر هاوس پیښور كښې د نېنشل ايكشن پلان د فېډرل ايپكس كمېټۍ غونډې مشرۍ په مهال وكړه ٬  وزيراعظم  ته د فېډرل ايپكس كمېټۍ په غونډه كښې په 12 ضلعو كښې د ايمرجنسي په نفاذ  تفصيلي بريفنګ وركړے شو۔ د خاص غونډې په مهال د خېبر پښتونخوا د امن لپاره قربانۍ  وركوونكو شهيدانو ته پېرزوئنې وړاندې كړې شوې۔ وزيراعظم  غونډې ته خطاب كښې ووئېل  خېبر پښتونخوا د نرانو  او مېړنو خلقو ښكلې صوبه ده ٬ دا د رحمان بابا او خوشحال خان خټك صوبه ده  ٬ د آزادۍ په وخت  دې صوبې په لوي اكثريت سره پاكستان كښې د شاملېدو پرېكړې كړې۔ ده ووئېل  دا وخت خېبر پښتونخوا  د ترهه ګرۍ ٬  د بنيادي اولسي آسانيو د نشتوالي څخه ډېره ځپلې ده ٬  د صوبې اولس د محرومۍ ښكار دے  ٬ مونږ ته د مجبورۍ په حالت كښې صوبه كښې د ايمرجسني او ګورنر راج لګول راپغاره شول۔  د لوي څںښتن څخه دعا كوو  چې صوبه كښې امن  او د پرمختګ عمل وړاندې  بوتللو له مرسته وكړي۔ده د پیښور سكول وداني ړاپرېوتو پیښه كښې  د يوې استاذې او د ماشومانو په مړينه  د غمرازۍ څرګندونې كولو سره ووئېل  ما ګورنر ته وئېلي وو چې هغه د ځپلي ځائے دوره وكړي  او د پیښې  مكمل پلټنې راوكړي۔  وزيراعظم د صوبې صورنحال ذكر كولو سره ووئېل   په څو كلونو كښې چې كوم حالات راپېدا كړې شوي   د هغې څخه دا صوبه ډېره ځپلې شوې ده۔ ٬  په 6 كلونو كښې چې كوم حالات راپېدا كړې شوي د هغې نه  امن و امان ته ډېر زيان ورسېدو۔  ده ووئېل  زمونږ مېړني پوځ  او امنيتي ادارو په ډېرو قربانيو وركولو د خېبر پښتونخوا پشمول د پاكستان نه ترهه ګري لرې كړې وه  او تر 2018 په صوبه كښې امن ؤ۔ امن زمونږ د مېندو، خوېندو او ماشومانو د قربانیو په نتيجه كښې رامنځته شوے ؤ ۔ ده ووئیل د ترهګرۍ خلاف جنګ كښې 80 زره کسان شهیدان شول او څو سوه اربه ډالره زيان وشو۔ ده ووئیل  د خیبر پښتونخوا ډېرو سیاسي کورنیو د ترهګرۍ خلاف  لویې قربانۍ ورکړې، ډیری کورونه ویجاړ شول او د لویو قربانیو په نتيجه كښې بشپړ امن راغلو۔ وزيراعظم ووئيل د امن له رامنځ ته کېدو وروستو د تحریک انصاف په دور کې بیا ترهګر راوبلل شول او ټولې قربانۍ ضایع شوې، د كومو زور جې د صوبې د خلقو نه اووتو ۔ ده ووئیل  زمونږ په زرګونو امنیتي ځواکونو د ملت د ماشومانو د راتلونکي لپاره خپل ژوند قرباني کړے ۔ د دې قربانیو د احساس او درناوې نه کولو څخه لویه د ملت پالنې ضد بل هیڅ نه شي کېدی۔ هغه ووئیل د تحریک انصاف په دوره کښې په خیبر پښتونخوا کښې د تعلیم، روغتیا، سولې په ګډون د اولسي خېر ښېګړی چارې له پامه وغورځولې شوې، د مجرمانه غفلت او بې غورۍ  د دې څخه بل لوې مثال څه كېدې شي او هم له دې امله په وروستیو کلونو کښې ترهګري بیا زیاته شوه۔ وزیراعظم ووئيل د تېر صوبائي حكومت په دوره كښې د پوليس په 5 زره خالي چوكو كسان بھرتي نه كړے شول ، په خېبر پښتونخوا كښې سېف سټي منصوبه اوس هم نيمګړې ده۔ ده ووئيل په كال 2010 كښې اېن اېف سي ايوارډ كښې ټولو صوبو په ګډه د خېبر پښتونخوا د مرستې پرېكړه  وكړه۔ صوبو ووئيل خېبر پښتونخوا د ترهګرۍ خلاف فرنټ لائن دے٬ ټولو وزيرانو پرېكړه وكړه چې د وفاق او صوبو فنډز څخه دې يو فيصد اضافي خېبر پښتونخوا ته وركړې شي۔ ده ووئيل كال 2010 څخه وروستو خېبر پښتوخوا ته د اېن اېف سي ايوارډ لاندې د ترهګرۍ په مخنيوي  مد كښې 8 سوه اربه روپۍ وركړې شوې۔ د افسوس خبره دا ده چې ترهګري له ختمېدو په ځائے نوره هم زياته  شوه۔ خېبر پښتوخوا كښې امنيتي ځواكونو ته تربيه او عصري وسله ورنه كړې شوه۔ وزیراعظم پوښتنه وكړه چې آيا مونږ خېبر پښتونخوا صوبه نوره هم په اور كښې سوځېدلې ليدلې شوه؟ مونږ سياسي كمېټي جوړه كړه 48 ساعته مو خبرې اتېرې او خواري وكړه ٬ مونږ به تر كومه په خېبر پښتونخوا كښې خونړے جنګ برداشت كوو؟ وزیراعظم ووئيل ما د خېبر پښتونخوا په ناسمه وضعه دوه وارې صدر مملكت سره مشاورت وكړو۔ هغه ووئيل د دې سختو حالاتو له امله دې  د خېبر پښتونخوا په اړه سختې پرېكړې وكړې شي۔ وزیراعظم ووئيل مشاورتي كونسل جوړ شوے دے ٬ مشاورتي كونسل كښې ايماندار خلق شامل كړے شوي۔ ده ووئئل د پروردګار په مرسته او بيا ستاسو ټولو به د امنيت په شمول ټول حالات سم شي۔ وزيراعظم په خېبر پښتونخوا كښې د كرپشن ذكر كولو سره ووئيل په صوبه كښی د كرپشن نوې نوې كيسې رامخې ته شوي دي۔ د څښلو اوبو منصوبه كښې د 100 اربه روپو كرپشن شوے ، په كوهستان مېګا سكېنډل كښې د 37 اربه روپو كرپشن رامخې ته شوے ۔ وزیراعظم ووئيل زه لوظ كوم چې وفاقي حكومت  به عسكري مشرتابه سره په ګډه د خېبر پښتونخوا د اولس مسئلې حل كړي۔ دې څخه وړاندې ګورنر فېصل كريم كنډي غونډه كښې خپلو خبرو كښې ووئيل په صوبه كښې امن راوستل زمونږ وړومبۍ ترجيح ده او د خېبر پښتونخوا اولس امن غواړي۔ ده ووئيل صوبې څخه د ترهګرو او د هغوي د سهولت كارانو خاتمې ته مونږ تر ټولو وړومبۍ پاملرنه كوو۔ ده ووئيل د اولس تحفظ او سوكالۍ له د وفاق او صوبې ترمينځه همكاري اړينه ده۔ د نېشنل اېكشن پلان فېډرل اېپكس كمېټۍ غونډه كښې نائب وزیراعظم/ خارجه وزير اسحاق ډار، چیف آف آرمی سټاف و چیف آف ډیفنس فورسز فیلډ مارشل سید عاصم منیر، ګورنر فېصل کریم کنډی، وفاقی وزیر احسن اقبال، داخله وزير سید محسن نقوی، وفاقی وزیر اعظم نذیر تارړ، وفاقی وزیر انجینئیر امیر مقام، وفاقی وزیر احد خان چیمه،  د خزانې وفاقي وزير اورنګزېب، د پټروليم وفاقي وزير علی پرویز ملک، د اطلاعات وفاقي وزير عطا تارړ، د پاور وفاقی وزیر سردار اویس لغاری، د وزیراعظم سلاكار رانا ثناء ، اعلیٰ عسکری مشرتابه او د اړوندو ادارو اعلی چارواكو ګډون وكړو۔

مزید خبریں