اسلام آباد 22 اکتوبر (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري به سږ كال د 22 نه تر 24 اکتوبر د المان دوره كوي۔ د زيارت په ورځ د خارجه دفتر وياند لخوا د جاري بيان له مخې د دورې په مهال به صدر مملکت د وفاقي جمهوريه المان صدر سره سره اعليٰ قيادت او کاروباري مشرانو سره ملاقاتونه كوي دغسې چې د پاكستان او المان په دوه اړخيزه …
صدر مملکت به د 22 نه تر 24 اکتوبر د المان دوره كوي۔ د خارجه دفتر وياند

مزید خبریں
اسلام آباد 22 اکتوبر (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري به سږ كال د 22 نه تر 24 اکتوبر د المان دوره كوي۔ د زيارت په ورځ د خارجه دفتر وياند لخوا د جاري بيان له مخې د دورې په مهال به صدر مملکت د وفاقي جمهوريه المان صدر سره سره اعليٰ قيادت او کاروباري مشرانو سره ملاقاتونه كوي دغسې چې د پاكستان او المان په دوه اړخيزه اړيكو خبرې وكړې شي۔ په دې ملاقاتونو كښې به معاشي او تجارتي مرستې ته خاص پاملرنه كولي شي۔ دا دوره د پاکستان او المان ترمېنځه د اعلٰې كچ تبادلو برخه ده او د دواړو هېوادونو ترمېنځه د سفارتي اړيكو د 75مې سالګرې په موقع د خاص اهميت وړ ده كومه چې سږني كال لمانځلې كېږي٬ دا د دواړو هېوادونو همكارۍ لا قوي كولو لپاره د ژور عزم عكاسي كوي










