اسلام آباد 21 اکتوبر (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري د پاکستان او مالديپ ترمېنځه مضبوطه سياسي خيرسګالي په تجارت، سرمايه کارۍ ، روابط او په اولسي كچه تبادلو كښې په زياتوالي د بدلولو په ضرورت زور راوړلو سره وئيلي دي پاکستان د تعليم، روغتيا، انساني وسائلو پرمختګ، سماجي تحفظ او د تل پاتې پرمختګ په څانګو كښې د مالديپ د معاونت عزم لري۔ ده دا خبرې د …
د صدر مملکت آصف علي زرداري او د مالديپ صدر ډاکټر محمد معيزو ملاقات، د پاکستان او مالديپ ترمېنځه د اقتصادي مرستې په زياتولو زور

مزید خبریں
اسلام آباد 21 اکتوبر (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري د پاکستان او مالديپ ترمېنځه مضبوطه سياسي خيرسګالي په تجارت، سرمايه کارۍ ، روابط او په اولسي كچه تبادلو كښې په زياتوالي د بدلولو په ضرورت زور راوړلو سره وئيلي دي پاکستان د تعليم، روغتيا، انساني وسائلو پرمختګ، سماجي تحفظ او د تل پاتې پرمختګ په څانګو كښې د مالديپ د معاونت عزم لري۔ ده دا خبرې د مالديپ صدر ډاکټر محمد معيزو سره كړې چا چې د شورو په ورځ په ايوان صدر كښې دوي سره وليدل۔ د ايوان صدر ميډيا څانګې لخوا د اجاري بيان له مخې په دې موقع دواړو مشرانو د دوه اړخيزه اړيكو جاج واخست او د شړيكې خوښې په څانګو كښې د مرستې لا قوي كولو په تګلارو ئې د خيالاتو څرګندونه وكړه ۔ د دې نه وړاندې صدر آصف علي زرداري د مالديپ خپل همڅنګ محمد معيزو هركلي كولو سره ووئيل پاکستان مالديپ سره د اوږدې مودې خپلو اړيكو ته خاص اهميت وركوي كومې چې په مشترکه عقائدو، شريك باور ، د خپلواكۍ احترام او په تل پاتې خيرسګالۍ اډاڼه دي۔ په دې موقع دواړو مشرانو په سيمه ايزو او نړيوالو چارو هم د خيالاتو څرګندونه وكړه او نړيوال قانون او د ملګرو ملتونو منشور له مخې په خبرو اترو، سفارت کارۍ، خودمختار مساوات، شريك احترام او د شخړو سوله ايز هواري په اهميت يې زور راوړو۔ دوي د فلسطيني اولس د جائز حقونو او د ملګرو ملتونو د اړوند قراردادونو له مخې د يو آزاد خپلواكه فلسطيني رياست جوړولو لپاره د ملاتړ هم پخلے وكړو۔ د مالديپ صدر ډاکټر محمد معيزو سره خارجه وزير اريتھيشام آدم، د دفاع او د قامي خدمات وزير حسن رشيد، د داخله او سلامتيا وزير، د محنت او ټيکنالوجي وزير علي احسان، د اقتصادي ترقۍ وزير ،د ټرانسپورټ و تجارت وزير محمد سعيد او د مالديپ په پاکستان كښې هائي کمشنر محمد تھوها هم موجود وٶ۔ په ملاقات كښې نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار، وفاقي وزيران سيد محسن نقوي، محمد جنيد انوار، سينيټرز شيري رحمان، سليم مانډوي والا، د قامي اسمبلۍغړے نويد قمر، سيکرټري خارجه او په مالديپ كښې د پاکستان هائي کمشنر هم ګډون كولو۔ د ملاقات نه وروستو صدر مملکت آصف علي زرداري د مالديپ صدر ډاکټر محمد معيزو او د دوي د پلاوي په درناوي كښې د رياستي ضيافت اهتمام وكړو چې پكښې وزيراعظم محمد شهباز شريف، چيف آف آرمي سټاف و چيف آف ډيفنس فورسز فيلډ مارشل سيد عاصم منير، د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني، سپيکر سردار اياز صادق، چيف آف دي نيول سټاف ايډمرل نويد اشرف، چيف آف دي ايئر سټاف ايئر چيف مارشل ظهير احمد بابر سدھو، کمانډر نيشنل سټريټجك کمانډ جنرل سيد عامر رضا، د وفاقي کابينې غړو٬ پارلماني غړو او د سفارتي کور استازو ګډون وكړو۔










