د نائب وزيراعظم اسحاق ډار په مشرۍ كښې د غنمو درآمد په اړه د كمېټۍ غونډه، وفاقي او صوبائي چارواكو ته د ضرورت له مخې د غنمو درامد تګلاره موثره كولو او ګرد هېواد كښې د كوم ځڼډ نه غېر د ترسيل باوري كولو امر

اسلام آباد 21 اکتوبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير اسحاق ډار صارفين په بازار  كښې د بيعې لاندي باندي نه محفوظ ساتلو  لپاره د غذائي تحفظ مضبوط اقدامات په اهميت زور راوړلو سره اړوند وفاقي او صوبائي چارواكو ته په نزدې رابطه كښې د پاتې كېدو ٬ د ضرورت له مخې د غنمو درامد تګلاره موثره كولو او ګرد هېواد كښې د كوم ځنډ نه غېر د …

اسلام آباد 21 اکتوبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير اسحاق ډار صارفين په بازار  كښې د بيعې لاندي باندي نه محفوظ ساتلو  لپاره د غذائي تحفظ مضبوط اقدامات په اهميت زور راوړلو سره اړوند وفاقي او صوبائي چارواكو ته په نزدې رابطه كښې د پاتې كېدو ٬ د ضرورت له مخې د غنمو درامد تګلاره موثره كولو او ګرد هېواد كښې د كوم ځنډ نه غېر د ترسيل باوري كولو امر وكړو۔ د شورو په ورځ د خارجه دفتر لخوا د جاري بيان له مخې د محمد اسحاق ډار په مشرۍ كښې د غنمو درامد پحقله د كمېټۍ د لوړې كچې غونډه وشوه چې پكښې په هېواد كښې د غنمو موجوده پانګو، متوقع طلب او د رسد د نظام جامع جاج واخستلے شو۔ په دې موقع ټولو صوبو كښې د غنمو شتون او په بيعه كښې توازن باوري كولو لپاره موثر اقداماتو پلو پام وګرځولے شو۔نائب وزيراعظم و خارجه وزير اسحاق ډار صارفين په ماركيټ  كښې د بيعې لاندي باندي نه محفوظ ساتلو  لپاره د غذائي تحفظ مضبوط اقدامات په اهميت زور راوړو۔ په غونډه كښې د غذائي تحفظ و تحقيق وفاقي وزير ، د سندھ د خوراك څانګې وزير، خاص مرستيال طارق باجوه، د وزيراعظم زراعت و غذائي تحفظ لپاره کوآرډينيټر، د قامي غذائي تحفظ و تحقيق، تجارت او د قانون و انصاف سيکرټريز پشمول د صوبو، آزاد جمو و کشمير، ګلګت بلتستان او د اړوند وزارتونو او څانګو لوړ پورو ګډون كولو۔

مزید خبریں