د وفاقي وزير جام كمال خان په مشرۍ كښې غونډه٬ د اېكسپورټرز مسئلو حل كولو، صنعتي مسابقت ښه كولو او د پاكستان په برآمدات كښې زياتوالي لپاره د حكومتي عزم پخلے

اسلام آباد 21 اكتوبر (اے پي پي) د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان په مشرۍ كښې د اېكسپورټرز، صنعت كارو او كاروباري استازة مشاورتي غونډه وشوه چې پكښې برآمد كوٶنكو د مسئلو حل، صنعتي مسابقت ښه كولو او د پاكستان برآمدات كښې زياتوالي لپاره د حكومتي عزم پخلے وكړے شو۔ د شورو په ورځ په غونډه كښې د سمندري چارو وفاقي وزير محمد جنېد انوار چوهدري په غونډه كښې …

اسلام آباد 21 اكتوبر (اے پي پي) د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان په مشرۍ كښې د اېكسپورټرز، صنعت كارو او كاروباري استازة مشاورتي غونډه وشوه چې پكښې برآمد كوٶنكو د مسئلو حل، صنعتي مسابقت ښه كولو او د پاكستان برآمدات كښې زياتوالي لپاره د حكومتي عزم پخلے وكړے شو۔ د شورو په ورځ په غونډه كښې د سمندري چارو وفاقي وزير محمد جنېد انوار چوهدري په غونډه كښې انلائن ګډون وكړو او وزير مملكت بلال اظهر كياني، د وزيراعظم د تجارت و صنعت په اړه رابطه كار رانا احسان افضل خان، د اړوند وزارتونو سيكرټريز او د بېلو څانګو سينئر چارواكو هم ګډون كولو۔ په غونډه كښې د كاروباري ورورولۍ يو شمېر استازو خپلې رائے او تجويزونه وركړل۔ وزير جام كمال خان د پاكستان برآمدات كښې تنوع پيدا كولو، ويليو ايډډ مصنوعات ته په ودې، نړيوال ماركيټس لټولو، برآمد كوٶنكو ته ورمخې ته خنډان لرې كولو ٬ د انرژۍ زياتېدونكې بيعه، د تك راتګ و مال بردارۍ خرڅونه ، ټيكسونه او نړيوالو تجارتي حالاتو كښې د بدلون له امله  د رامخې ته شوو مسئلو كښې د كمي په ضرورت زور راوړلو ۔ ده ووئيل  حكومت اړوند وزارتونو او د ضابطه جاتي ادارو شريكه مرستې څخه عملي حل لټولو لپاره د صنعتي څانګو استازو سره نېغه په نېغه په رابطه كښې دے ۔ وزير مملكت بلال اظهر كياني په دې خبره زور راوړو چې د برآمد كوٶنكو مسئلو ته دې باقاعده دستاويزي شكل وركړے شي، اړوند څانګو څخه په دې موقف واغستلې شي او د عمل وړ سفارشات مرتب كړے شي ۔ په غونډه كښې دكاروباري ورورولۍ استازو  د ايكسپورټ امپورټ بينك (ايګزم بينك) برآمد كوونكو لپاره د معارف كړي سكيم ستائنې كولو سره تر مالي معاونت رسنې لا ښه كولو او تر نړيوالو ماركيټس پراختيا  كښې  د خوښي لرونكو ادارو معاونت لپاره مثبت اقدام وګرځولو۔

مزید خبریں