اسلام آباد 21 اکتوبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي وئيلي دي د کشمير چوك انډر پاس به راتلونكو لسو ورځو كښې ټرافېك لپاره پرانستلے شي، د اسلام آباد د 17 كالو راهسې د ځنډ ښكار د زندان منصوبه هم بشپړه شوې ده٬ د دې نه وروستو به د اډياله زندان څخه د اسلام آباد ټول بنديان دلته منتقل كړے شي، په انډر پاس د كار …
کشمير چوك انډر پاس به راتلونكو لسو ورځو كښې ټرافېك لپاره پرانستلے شي، د اسلام آباد د زندان 17 كلنه پخوانۍ منصوبه هم بشپړېدونكې ده ٬ ډېر زره به د اسلام آباد ټول بنديوان دلته منتقل كړے شي۔ محسن نقوي

مزید خبریں
اسلام آباد 21 اکتوبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي وئيلي دي د کشمير چوك انډر پاس به راتلونكو لسو ورځو كښې ټرافېك لپاره پرانستلے شي، د اسلام آباد د 17 كالو راهسې د ځنډ ښكار د زندان منصوبه هم بشپړه شوې ده٬ د دې نه وروستو به د اډياله زندان څخه د اسلام آباد ټول بنديان دلته منتقل كړے شي، په انډر پاس د كار نن 12مه ورځ ده او د سي ډي اے ډلې شپه او ورځ 24 ساعته كار كوي دغسې چې دا په رېكارډ موده كښې بشپړه كړې شي٬ د دې نه پس به وزيراعظم د دې رسمي پرانسته كوي۔ د شورو په ورځ د کشمير چوك انډر پاس منصوبې دورې په مهال ميډيا سره په خبرو كښې ده ووئيل د مصروفې او سترې لارې باوجود ټرافېك نه دې بند كړے شوے او د مري ټرافېك لپاره دا منصوبه به ګېم چېنجر ثابت شي٬ د زندان په پروژه خبرو كښې ده واضحه كړه چې د تېرو 17 كالو راهسې د ځڼډ ښكار دا منصوبه په شپږو مياشتو كښې سي ډي اے او اړوند ډلو د سخت محنت د لارې بشپړه كړې ده او په راتلونكو څو ورځو كښې به د دې رسمي معائنه او پرانسته كولې شي٬ د دورې په مهال ده ووئيل د ماحوليات تحفظ له مخې د انډر پاس په لاره كښې راتلونكې ونې د وهلو په ځائے بل ځائے ته په حفاظت سره منتقل كړې شوي٬ د دې نه علاوه په پايه تخت كښې د نوي كركټ سټيډيم د بنياد تيګه به په يو څو ورځو كښې كېښودلې شي، د اېف نائن پارك 400 ايکړه رقبه د لندن د هائيډ پارك په طرز د نړيوال معيار له مخئ ريويمپ كوٶ او په سركاري زمكو د قبضې په ضد به د كوم فرق نه غېر اپرېشن روان وي










