د مواصلات وفاقي وزیر عبدالعلیم خان  په مشرۍ  كښې غونډه  ، د این ایچ اے  څلور پروژې د پبلک پرائیویټ پارټنرشپ تر مخه بشپړولو ته اتفاق

اسلام آباد۔21اکتوبر  (اے پي پي) د مواصلات وفاقي وزیر عبدالعلیم خان  په مشرۍ كښې د وزیراعظم د نجکارۍ صلاحكار  محمد علي سره  مهمه غونډه وشوه  چې پكښې د  نیشنل هائي وے اتھارټي (این ایچ اے) موټرویز پشمول بېلا بېلې پرمختيائي پروژې  د پبلک پرائیویټ پارټنرشپ (پي پي پي) تر مخه  په بشپړولو غور وشو٬ دغسې په وړومبي پراؤ كښې این ایچ اے او د  نجکارۍ کمیشن  څلور منصوبې د پي …

اسلام آباد۔21اکتوبر  (اے پي پي) د مواصلات وفاقي وزیر عبدالعلیم خان  په مشرۍ كښې د وزیراعظم د نجکارۍ صلاحكار  محمد علي سره  مهمه غونډه وشوه  چې پكښې د  نیشنل هائي وے اتھارټي (این ایچ اے) موټرویز پشمول بېلا بېلې پرمختيائي پروژې  د پبلک پرائیویټ پارټنرشپ (پي پي پي) تر مخه  په بشپړولو غور وشو٬ دغسې په وړومبي پراؤ كښې این ایچ اے او د  نجکارۍ کمیشن  څلور منصوبې د پي پي پي تر مخه پېل كولو ته اتفاق  راغلو ۔ غونډه كښې د  موټروے ایم 10  د 169 کلومیټره اوږد  سیکټر د پبلک پرائیویټ پارټنرشپ تر مخه د بشپړولو  وړاندېز وكړے شو ۔ دغسې د مانسهرہ، ناران، جھالکنډ او د  چلاس موټروے  د چین سرحد سره د تړلو  په منصوبه هم خبرې وشوې ۔وفاقي وزیر عبدالعلیم خان ووئېل د مانسهرہ، ناران، جھالکنډ او چلاس موټروے د  چین  پولې سره ټړل غواړو ۔ ده ووئېل  د ګورونانک ایکسپریس وے  د سکھ کمیونټي لپاره  ډېر اهمیت لري  او دا هم د پبلک پرائیویټ پارټنرشپ  تر مخه جوړېدې شي ۔  غونډه كښې وفاقي سیکرټري  د مواصلات، چیئرمین این ایچ اے او د  نجکارۍ کمیشن کارپوریټ مشر هم ګډون وكړو ۔

مزید خبریں