اسلام آباد 21 اکتوبر (اے پي پي) د کشمير و ګلګت بلتستان و سيفران چارو وفاقي وزير انجينئر اميرمقام په مشرۍ كښې آزاد جموں و کشمير کونسل كښې د اعلیٰ پائې غونډه وشوه چې پكښې په 27 اکتوبر لمانځلې كيدونكي تورې ورځ چمتوالي ته حتمي شکل وركړے شو۔جاري شوي بيان له مخې په غونډه كښې د وزيراعظم د کشمير چارو کوآرډينيټر شبير احمد عثماني، د کشمير چارو سيکرټري سيد …
د کشمير و ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام په مشرۍ كښې د آزاد جموں و کشمير کونسل كښې د اعلیٰ پائې غونډه

مزید خبریں
اسلام آباد 21 اکتوبر (اے پي پي) د کشمير و ګلګت بلتستان و سيفران چارو وفاقي وزير انجينئر اميرمقام په مشرۍ كښې آزاد جموں و کشمير کونسل كښې د اعلیٰ پائې غونډه وشوه چې پكښې په 27 اکتوبر لمانځلې كيدونكي تورې ورځ چمتوالي ته حتمي شکل وركړے شو۔جاري شوي بيان له مخې په غونډه كښې د وزيراعظم د کشمير چارو کوآرډينيټر شبير احمد عثماني، د کشمير چارو سيکرټري سيد ظفر علي شاه، د کشمير چارو ايډيشنل سيکرټري کامران رحمان خان، جوائنټ سيکرټري منور حسين، جوائنټ سيکرټري آزاد جموں و کشمير کونسل علي اکبر خټك او د کل جماعتي حريت کانفرنس لارښود ايډووکيټ پرويز ګډون وكړو۔په غونډه كښې په متفقه توګه پريكړه وشوه چې دا ورځ به ټول پاكستان كښې په بشپړ جوش و جذبه سره لمانځلې شي او د هند په غير قانوني توګه قابض جموں و کشمير (آئي آئي او جے کے) وګړو سره به د يووالي څركندونه كولې شي۔انجينئر امير مقام د هند په غير قانوني توګه قبضه كړي د جموں و کشمير وګړو د هند د جبر په ضد ثابت قدم مزاحمت ته پيرزوئنې وړاندې كړي۔په غونډه كښې سينئر چارواكو ګډون وكړو چې پكښې د مهمو وزارتونو او محکمو استازي چې پكښې د خارجه چارو ، داخله، دفاع وزارت ، د اطلاعات و خپرونو وزارت، د مواصلات وزارت / اين ايچ اے اينډ نيشنل هائي ويز اينډ موټر وے پوليس، ډاك خدمات، تعليم وزارت ، انفارمېشن ټيکنالوجي وزارت ، د ريلوے وزارت ، د قامي ورثې و كلتور وزارت ، لوك ورثه، آر اے سي، پي آئي اے، آئي سي ټي انتظاميه ، اسلام آباد پوليس، اسلام آباد ټريفك پوليس، سي ډي اے، ايم سي آئي او د صوبائي حکومتونو پشمول د پنجاب، سندھ، بلوچستان، خېبر پښتونخوا، آزاد جموں و کشمير او ګلګت بلتستان شامل وو ۔دا خبره دې ياده وي چې په 27 اکتوبر 1947 د هند عسكرو جموں و کشمير كښې داخليدو سره په غير قانوني توګه قبضه کړې وه،دا هغه عمل دے چې ورسره کشميريان هر كال په 27 اکتوبر توره ورځ لمانځي او د دغې اقدام غندنه كوي۔










