پاکستان او مالديپ دوه اړخيزه تجارت په دوو كلونو كښې تر 20 کروړه ډالرو رسولو ته اتفاق ، اقتصادي مرستي، سرمايه کارۍ او د شريكي شراکت دارۍ لا قوي كولو لپاره عزم ۔ د وزيراعظم شهباز شريف او صدر محمد معيزو شريك پرېس کنفرنس

  اسلام آباد 21اکتوبر  (اے پي پي) پاکستان او مالديپ دوه اړخيزه تجارت راروانو دوو كلونو كښې د 13.9 مليونه ډالرو څخه په زياتولو تر 200 مليونه ډالرو ته رسولو، اقتصادي مرستي او  د سرمايه کارۍ ودې ،نيغ په نيغه فضائي رابطو جوړولو او بيلو څانګو كښې شراكت داري لا زياتولو ته اتفاق سره د فلسطينيانو د خپلواكۍ حق او  د يو آزاد رياست جوړولو  او په سيمه ايزو او …

 

اسلام آباد 21اکتوبر  (اے پي پي) پاکستان او مالديپ دوه اړخيزه تجارت راروانو دوو كلونو كښې د 13.9 مليونه ډالرو څخه په زياتولو تر 200 مليونه ډالرو ته رسولو، اقتصادي مرستي او  د سرمايه کارۍ ودې ،نيغ په نيغه فضائي رابطو جوړولو او بيلو څانګو كښې شراكت داري لا زياتولو ته اتفاق سره د فلسطينيانو د خپلواكۍ حق او  د يو آزاد رياست جوړولو  او په سيمه ايزو او نړيوالو چارو مرستي روانې ساتلو له د عزم پخلے وكړو۔د دې خيالاتو څرګندونه وزيراعظم محمد شهباز شريف او د مالديپ صدر ډاکټر محمد معيزود شورو په ورځ په وزيراعظم هاؤس كښې شريك پرېس کنفرنس ته وينا كښې وكړه۔ دواړو لارښودو دوه اړخيزه اړيكي لا قوي كولو له د عزم څركڼدوني سره د تجارت، دفاع، صحت، تعليم، ټيکنالوجي، سېلګرۍ، د ځوانانو د كار استعداد زياتولو او موسمياتي بدلونونو پشمول بيلو څانګو كښې  د مرستي په لا زياتولو زور راوړو۔وزيراعظم محمد شهباز شريف د مالديپ صدر د پاکستان وړومبۍ دورې هركلي كولو سره ووئيل د مالديپ صدر دوره د دواړو هېوادونو تاريخي او د ورورولۍ اړيكو لا قوي كولو له مهمه موقع ده۔ده ووئيل پاکستان او مالديپ خپلو كښې تاريخي رابطې او شريكه ملګرتيا لري او د دواړو هېوادونو ترمينځه اړيكو لا مستحکمولو لپاره د تجارت، دفاعي مرستي، تعليم، صحت، پوليس او نورو څانګو كښې په  شراکت دارۍ زياتولو خبري وشوې۔ده ووئيل د مالديپ ګڼ شمير زدكوونكې د پاكستان په پوهنتونونو او كالجونو كښې زدكړي ترلاسه كوي او په خاص توګه د صحت په څانګه كښې د پاکستان تعليمي ادارو د مالديپ زدكوونكو له موقعې وركړيې۔د شريكي مرستي ذکر کولو سره وزيراعظم ووئيل دا مهال نزدې 250 پاکستاني ډاکټران او طبي عمله د مالديپ په بيلو سيمو كښې د انسانيت خدمت كوي، پاکستان سباؤن كښې هم د دې مرستي لا زياتولو او  د مالديپ ضروريات له مخې معاونت كولو له چمتو دے۔وزيراعظم ووئيل پاکستان او مالديپ د 20 مفاهمتي يادداښتونو او لوظ نامو تبادله کړي كومي چې د دوه اړخيزه اړيكو بيلو څانګو احاطه کوي۔ده د دې عزم څركندونه وكړه چې دغه لوظ ناكې نه يواځې تر دستاويزات محدود ساتلو په ځائے بعه په عملي اقدامات بدلولې شي۔وزيراعظم ووئيل د واړو هېوادونو ترمينحه موجوده تجارتي حجم د خپل حقيقي صلاحيت او امکانات عکاسي نه كوي ،دا مهال دوه اړخيزه تجارت نزدې 13.9 ملين ډالر دے دغسې د دواړو هېوادونو قيادت د خبرو اترو په مهال دغه په راروانو دوو كلونو كښې تر 200 مليونه ډالره رسولو ته اتفاق كړے۔ ده د مالديپ صدر د مرستې منني كوول سره ووئيل د دواړو هېوادو په شريكو هڅو د دې هدف سر كولو له به كار كوو۔ده مالديپ كښې د 5 كلونو په مهال د  50 لکهه اونو بوټو نالولو هدف كښې د معاونت اعلان سره ووئيل پاکستان دې مقصد لپاره به يو لاکھ د زيتون قلمونه او د مختلف اقسام تخم وركوي، دا معاونت به په شريك مشاورت وركولې شي۔وزيراعظم مالديپ كښې  د ډيټا سينټرز جوړولو منصوبو هركلې كولو سره ووئيل پاکستان په دې څانګه كښې  د خپلي تکنيکي پوهې او پيشه وره صلاحيتونو مالديپ سره شيئر کولو له چمتو دے۔ده ووئيل پاکستان كښې هم په بيلو ځايونو ډيټا سينټري جوړي شوي او دې څانګه كښې ترلاسه تجربه مالديپ لپاره ګټه وره ګرځيدې شي۔وزيراعظم محمد شهباز شريف د فلسطين په مسئله د پاکستان اصولي موقف پخلي كولو سره ووئيل پاکستان د فلسطينيانو د خپلواكۍ حق او اړوندو قراردادونو له مخې د يو آزاد، خپلواكه او متصل فلسطيني رياست جوړولو بشپړه حمايت كوي۔ده ووئيل مالديپ هم د فلسطينيانو د حقونو ملاتړ کوي او پاكستان به دې مقصد لپاره خپل غږ پورته كوي۔وزيراعظم مقبوضه جموں و کشمير په شخړه د پاکستان اصولي موقف څخه د مالديپ صدر خبرولو سره ووئيل پاکستان د ملګرو ملتونو سلامتي کونسل اړوندو قراردادونو او د کشميريانو د هيلو ترمخه د شخړې امناكه هواري له لوظي دے۔ده ووئيل پاکستان به د کشميريانو د هلو ځلو او خپلواكۍ حق مرسته روانه ساتي دغسې چې هغوي د ملګرو ملتونو سلامتي کونسل قراردادونو له مخې د خپل سباؤن پريكړه وكړي۔وزيراعظم د سندھ طاس لوظنامه په يو اړخيزه توګه د معطل كولو په هندۍ  پريكړه د پاکستان د سختو تحفظاتو څرګندوني سره ووئيل په نړيواله كچه نافذ العمل  لوظ نامو احترام لازم او ضروري دے او بايد شريكي اوبه د وسلې په توګه ونه كارولې شي۔ده ووئيل پاکستان په بيلو نړيوالو فورمز واضحه كړې چې اوبه زمونږ ريډ لائن دے۔ وزيراعظم ووئيل د مالديپ د صدر دوره د دواړو هېوادونو اړيكو له يو نوې اړخ وركړے۔ده هيله څرګنده كړه چې پاکستان او مالديپ به په ګډه د خپلي ملګرتيا نوې او قوي باب جوړ كړي۔ شريك پرېس کنفرنس ته وينا كښې د مالديپ صدر ډاکټر محمد معيزو د وزيراعظم محمد شهباز شريف، د حکومت او پاکستاني اولس په تود هركلي او ميلمستيا مننه وكړه۔هغه ووئيل د اسلام آباد دوره زما لپاره د وياړ وړ خبره ده۔هغه ووئيل د پاکستان او مالديپ سفارتي اړيكو 60 كاله پوره شول او دا د 6 لسيزو د ملګرتيا ، شريكي عقيدې، شريك تفهيم او شريك نقطه نظر عکاس دي۔هغه ووئيل يوه لسيزه پس زما د پاكستان دوره دواړو هېوادونو له د تير وخت ملګرتيا لا مستحکمولو او د سباؤن شراکت دارۍ لپاره  د نوې اړخ متعين کولو موقع وركوي۔هغه ووئيل د وزيراعظم  محمد شهباز شريف سره زما ګټه ورې خبرې شوي۔ هغه ووئيل د دواړو هېوادونو شراکت داري لا زياتولو، متحرك او اولس لپاره نيغ په نيه ګټه وره جوړولو امکانات شته۔صدر محمد معيزو ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه د 20 مفاهمتي يادداښتونو تبادله د صحت، تعليم، زراعت، ځوانانو ، فنون، اسلامي چارو ، سېلګرۍ، انفارميشن ټيکنالوجي، پوليس او دفاع پشمول ګڼو څانګو كښې د مرستي نوي لاري پرانيزي دغسې د لوظ نامو اصل اهميت په هغې د عمل درآمد او د دواړو هېوادونو اولس ته په ګټه ورسولو كښې دے۔صدر محمد معيزو دوه اړخيزه تجارت راروانو دوو كلونو كښې 200 مليونه ډالره ته د رسولو هدف تائيد کولو سره ووئيل مالديپ او پاکستان د يو بل لپاره غيرمعمولي اقتصادي امکانات لري۔ده ووئيل د مالديپ۔پاکستان بزنس فورم د دواړو هېوادونو کاروباري لارښودو، سرمايه کارو او جدت طراز په يو ځائې راجمع كولو موقع وركړې۔ده د دواړو هېوادونو ترمينځه نيغ په نيغه پروازونو پيل كولو لپاره په خبرو اترو د اطمينان څرګندوني سره ووئيل نيغ په نيغه فضائي رابطې به  سېلګرۍ له نوي موقعي راپيدا کړي۔هغه ځوانان د دواړو هېوادونو سباؤن ګرځولو سره د پاكستان د اړخه د مالديپ زدكونكو، لوبغاړو، کوچز او پېشه وره ځوانانو له وظائف، تربيې او نوري موقعې وركول وستائېل۔صدر محمد معيزو موسمياتي بدلون په نړيواله كجه يو لوئ چيلنج ګرځولو سره ووئيل د مالديپ لپاره دا يواځې ماحولياتي مسئله نه ده بلکه د  سلامتيا، پرمختګ او سباؤن سره نيغ په نيغه تړلې ده۔ هغه د ماحول ساتنې ، ويسټ  مينجمنټ، د تجديد وړ توان او موسمياتي بدلون اثرات مخنيوي صلاحيت زياتولو لپاره د پاکستان سره مرسته خوشبينه وګرځوله۔هغه ووئيل دواړو هېوادونو په پوليسنګ، قانون نافذ کوونكو ادارو، فني و پيشه وره تعليم او اداره جاتي استعداد زياتولو په چارو هم خبرې كړي۔هغه ووئيل پاکستان او مالديپ به د ملګرو ملتونو ، اسلامي مرستي تنظيم (او آئي سي) او نورو سيمه ايزو او نړيوالو فورمز د شريكې ګټې ودې لپاره مرسته روانه ساتي۔ په دې موقع د مالديپ صدر محمد معيزو او وزيراعظم شهباز شريف په موجودګۍ كښې  د پاکستان او مالديپ دوه اړخيزه اړيكو لا مستحکمولو او بيلو څانګو كښې شريكي مرستي ته لا ودې وركولو لپاره  د انفارميشن ټيکنالوجي، مصنوعي ځېركتيا، سائبر سکيورټي،ډيجيټل سکلز، صحت، تعليم، دفاع، بحري سلامتيا، زراعت، سېلګرۍ، تجارت او ماحولياتي تحفظ پشمول بيلو څانګو كښې مرستي لپاره د مفاهمت 20 يادداښتونه (ايم او يوز) لاس ليك شول۔بل خوا د مالديپ صدر ډاکټر محمد معيزو له په اولسي خدمات،اداره جاتي او سماجي و معاشي پرمختګ كښې په مهم کردار  نړيوالې اسلامي يونيورسټي اسلام آباد د اړخه سياسيات او نړيوالو اړيكو كښې د ډاکټريټ اعزازي ډګري وركړې شوه ۔وزيراعظم محمد شهباز شريف د مالديپ صدر له دا اعزازي  ډګري  وزيراعظم هاؤس كښې  د  اسلامي يونيورسټي اسلام آباد 13م خصوصي کانووکيشن كښې وركړه۔د مالديپ صدر د اسلامي يونيورسټي د اړخه په اعزازي ډاکټريټ ډګري وركولو د پاکستان حکومت او يونيورسټي مننه وكړه۔

مزید خبریں