اسلام آباد 21 اکتوبر (اے پي پي) پاکستان او مالديپ دوه اړخيزه اړيكې لا مستحكمولو او په بېلو څانګو كښې شريكې مرستې ته ودې وركولو لپاره د انفارميشن ټيکنالوجي، مصنوعي ځېركتيا، سائبر سکيورټي، ډيجيټل سکلز، صحت، تعليم، دفاع، بحري سلامتيا، زراعت، سېلګرۍ، تجارت او د ماحولياتي تحفظ پشمول په بېلو څانګو كښې مرستې لپاره په 20 ياددښتونو (اېم او يوز) لاسليك وكړل۔ په دې اېم او يوز د مالديپ صدر …
د پاکستان او مالديپ ترمېنځه په بېلو څانګو كښې د مرستې ودې لپاره د مفاهمت په 20 ياددښتونو لاسليك، په دستوره كښې وزيراعظم او د مالديپ صدر ګډون

مزید خبریں
اسلام آباد 21 اکتوبر (اے پي پي) پاکستان او مالديپ دوه اړخيزه اړيكې لا مستحكمولو او په بېلو څانګو كښې شريكې مرستې ته ودې وركولو لپاره د انفارميشن ټيکنالوجي، مصنوعي ځېركتيا، سائبر سکيورټي، ډيجيټل سکلز، صحت، تعليم، دفاع، بحري سلامتيا، زراعت، سېلګرۍ، تجارت او د ماحولياتي تحفظ پشمول په بېلو څانګو كښې مرستې لپاره په 20 ياددښتونو (اېم او يوز) لاسليك وكړل۔ په دې اېم او يوز د مالديپ صدر ډاکټر محمد معيزو د درې ورځنۍ سركاري دورې په مهال لاسليك وشو كومه چې د دوه اړخيزه سفارتي اړيكو 60مې سالګرې په موقع يوولس كال پس د مالديپ د صدر وړومبۍ دوره ده۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف او صدر ډاکټر محمد معيزو هم په دستوره كښې موجود ٶ او د دواړو هېوادونو وړومبے د لاسليك شوو دستاويزات تبادله وشوه۔ د دواړو هېوادونو ترمېنځه د مفاهمت په ياددښتونو كښې د انفارميشن ټيکنالوجي، سائبر سکيورټي، مصنوعي ځېركتيا، ډيجيټل مهارتونو او د ټيکنالوجي و جدت په څانګو مرسته، د نشه اي توكو په جوړولو كښې د كارېدونكې کيميائي اجزا د غېر قانوني قاچاق او د كارولو مخنيوي او د سماجي تحفظ په څانګو كښې مرسته شامله ده٬ د صحت په څانګه كښې د پاکستان ډرګ ريګوليټري اتھارټي (ډريپ) او د مالديپ فوډ اينډ ډرګ اتھارټي ترمېنځه مرسته، د طبي پوهانو بھرتي او د دفاعي مرستې په اړه د مفاهمت ياددښتونه هم په فهرست كښې شامل دي۔ د دې نه علاوه بحري سلامتيا، زرعي مرسته او د فشريريز په څانګو كښې مرستې لپاره د مفاهمت په ياددښت لاسليكونه وشول ٬ د تعليم او بشري وسائلو ترقۍ په اړھ د پاکستان نيشنل ووکيشنل اينډ ټيکنيکل ټريننګ کميشن (نيوټيک) او د مالديپ ترمېنځه په تکنيکي او د وظيفائي تعليم و تربيې وده ، اعليٰ تعليم، د مهارتونو وده او د ځوانانو او لوبو په څانګو كښې د مرستې د مفاهمت ياددښتونه په شوو لوظنامو كښې شامل دي۔ د دواړو هېوادونو د فضائي رابطو وده، سېلګري ، فنون، كلتور او د ورثې تحفظ په څانګو كښې مرستې ته هم صلاح يوه شوه او د پوليس قانون نافذ کوٶنكو ادارو تربيه، سول سروس کميشن آف مالديپ او د فيډرل پبلک سروس کميشن آف پاکستان او د سول سروس اکيډميز ترمېنځه د مرستې په اړه د مفاهمت ياددښتونه هم د لوظنامو برخه دي٬ د تجارت په څانګه كښې د مالديپ سټيټ ټريډنګ آرګنائزيشن او د پاکستان ټريډنګ کارپوريشن آف پاکستان ترمېنځه د زرعي تخمونو، خوراک او نورو څيزونو په تجارت كښې مرسته او د ماحولياتي تحفظ په څانګو كښې د مفاهمت ياددښتونه هم په فهرست كښې شامل دي٬ دا لوظنامې د دواړو هېواادونو ترمېنځه مرستې ته پراختيا وركولو، اداره جاتي روابط مضبوطولو او د تجارت، تعليم، صحت، ټيکنالوجي او په نورو څانګو كښې شريكې ګټې لپاره نوې موقعې راپېدا كولو پلو مهم پېشرفت دے۔










