اسلام آباد 20 اکتوبر (اے پي پي) مالديپ صدر ډاکټر محمد معيزو په درې ورځنۍ سركاري دوره اسلام آباد ته راورسېد۔ د نهې په ورځ د اسلام آباد نړيوال ايئرپورټ ته په رارسېدو وفاقي وزير جنېد انوار چوهدري او وزير مملکت وجيهه قمر د ګران مېلمه هركلے وكړو او په روايتي لباس كښې ماشومانو د مالديپ صدر ډاکټر محمد معيزو ته د ګلونو ډالۍ وړاندې كړه٬ د مالديپ وړومبۍ مېرمن …
د مالديپ صدر ډاکټر محمد معيزو په سرکاري دوره اسلام آباد ته راورسېد

مزید خبریں
اسلام آباد 20 اکتوبر (اے پي پي) مالديپ صدر ډاکټر محمد معيزو په درې ورځنۍ سركاري دوره اسلام آباد ته راورسېد۔ د نهې په ورځ د اسلام آباد نړيوال ايئرپورټ ته په رارسېدو وفاقي وزير جنېد انوار چوهدري او وزير مملکت وجيهه قمر د ګران مېلمه هركلے وكړو او په روايتي لباس كښې ماشومانو د مالديپ صدر ډاکټر محمد معيزو ته د ګلونو ډالۍ وړاندې كړه٬ د مالديپ وړومبۍ مېرمن ساجده محمد او د کابينې د وزيرانو پشمول د لوړې كچې پلاوي هم دوري سره دے۔ د مالديپ صدر ډاکټر محمد معيزو د وزيراعظم شهباز شريف په بلنه د پاکستان دوره كوي٬ د دورې په مهال به صدر ډاکټر محمد معيزو صدر مملکت آصف علي زرداري سره ملاقات كوي او وزيراعظم محمد شهباز شريف سره جلا او د پلاوي په كچه به هم خبرې كوي٬ دواړه مشران به د تجارت، سرمايه کارۍ، صحت، تعليم، سېلګرۍ، زراعت، دفاع، بحري سلامتيا او د موسمياتي بدلون پشمول بېلو څانګو كښې مرستې ته د ودې وركولو جاج اخلي او د شريكې خوښې په سيمه ايزو او نړيوالو چارو به هم د خيالاتو څرګندونه كوي۔ د دورې په مهال به د پاکستان مالديپ بزنس فورم تابيا هم كېږي چې مقصد ئې د دواړو هېوادونو د كاروباري ورورولۍ ترمېِنځه روابطو ته وده وركول او د تجارت و سرمايه کارۍ نوې موقع لټول دي۔ په دې موقع د دوه اړخيزه مرستې په بېلو څانګو كښې په يو شمېر لوظنامو او د مفاهمت په ياددښتونو لاسليك هم متوقع دے۔ د مالديپ د يو صدر 11 پاكستان دا د پاكستان وړومبۍ سركاري دوره ده، كومې ته چې د دواړو هېوادونو ترمېنځه په كال 1966 كښې د سفارتي اړيكو جوړېدو د 60مې سالګرې په تناظر كښې خاص اهميت ترلاسه دے٬ پاکستان او مالديپ په مشترکه مذهبي اقدارو، شريك احترام، د اوږدې مودې خيرسګالي او په سيمه ايز او نړيوال فورمز په نزدې مرستې اډانه د دوستۍ اړيكې لري٬ دا دوره د دواړو هېوادونو لخوا دوه اړخيزه همكاري لا قوي كولو او په شريكه ګټه اډانه د مرستې نوې موقعې لټولو لپاره د شريك عزم عكاس ده۔










