پاکستان د اېس سي او   تګلارې سره كلك تړون لري، د سيمه ايز تاؤ ترېښوالي لرې كولو لپاره خبرې اترې او سفارت کاري تر ټولو موثر لاره ده۔نائب وزیراعظم  سینیټر محمد اسحاق ډار

دوشنبے 20 اکتوبر  (اے پي پي) نائب وزیراعظم و خارجه وزير سینیټر محمد اسحاق ډار د شنګھائي مرستي تنظیم بنیادی اصولو سره د پاكستان د كلك تړون پخلي كولو سره وئيلي دي پاکستان په دې خبره باور لري چې  د سيمه ايز تاؤ ترېښوالي حل لپاره خبرې او سفارت کاري تر ټولو موثر لاره ده،سوئيلي اسياﺀ ، مينځني اسياﺀ او اروپا تړونكې د قدرتی پل په حیثیت سره پاكستان سيمه …

دوشنبے 20 اکتوبر  (اے پي پي) نائب وزیراعظم و خارجه وزير سینیټر محمد اسحاق ډار د شنګھائي مرستي تنظیم بنیادی اصولو سره د پاكستان د كلك تړون پخلي كولو سره وئيلي دي پاکستان په دې خبره باور لري چې  د سيمه ايز تاؤ ترېښوالي حل لپاره خبرې او سفارت کاري تر ټولو موثر لاره ده،سوئيلي اسياﺀ ، مينځني اسياﺀ او اروپا تړونكې د قدرتی پل په حیثیت سره پاكستان سيمه ايزي همغږۍ، تجارت،  د راهدارۍ  رابطو او د اقتصادي همغږۍ ودې لپاره لوظي دے۔  اېس سي او بايد د ملګرو ملتونو، آسیان، اقتصادي مرستي تنظیم (اي سي او) او نورو نړيوالو او سيمه ايزو مالیاتی ادارو سره منظم شراکت دارۍ ته پراختيا وركړي دغسې چې يو كوټلے سيمه ايز نظام وده ومومي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهي په ورځ د اېس سي او حكومتي مشرانو کونسل غونډې ( پراخه  شوي فارمیټ) ته وينا كښې وكړه۔نائب وزیراعظم اسحاق ډار د تاجکستان قیادت، حکومت او اولس په كوربتوب او ښه انتظامات مننه وكړه او وزیراعظم قاهر رسول زادہ له ئې د غونډې په کامیاب كوربتوب مباركي وركړه۔ده ووئيل پاکستان د اېس سی او بنیادی اصولو او  د ’’شنګھائي سپرټ‘‘ لپاره لوظي دے د كوم بنياد چې په شريك باور، مساوات، مشوره،  د كلتوري تنوع په احترام او په شريكه سوكالۍ دے۔اسحاق ډار ووئيل سوئيلي اسياﺀ،مينځني اسياﺀ او اروپا تړونكې  د قدرتی پل په حیثیت سره پاكستان سيمه ايزي همغږۍ، تجارت، ټرانزټ رابطو او د اقتصادي همغږۍ ودې له لوظي دے، پاکستان په دې خبره باور لري چې  د سيمه ايز تاؤ ترېښوالي حل لپاره خبرې اترې او سفارت کاري تر ټولو موثر لاره ده۔ده ووئيل د پاکستان د اړخه لويديزې اسياﺀ او خلیجی سيمه كښې  د رابطو ودې او  د تاؤ ترېښوالي كمولو هڅي د رغنده سفارت کارۍ عزم عکاسي کوي۔ پاکستان  د امریکې او ایران ترمينځه د ثالثۍ هڅو كښې بوښت دے او د تل پاتي مودې امن و استحکام لپاره به د خبرو اترو او شخړو امناكه هواري له  د  ټولو هڅو ملاتړ  روان ساتي ۔نائب وزیراعظم ووئيل د سيمه ايزو چیلنجونو مخنيوي لپاره اجتماعي ، په شريكه مرسته اډانه او  كوټلي ګڼ اړخيزه حل ته اړتيا ده۔اسحاق ډار ووئيل اېس سي او بايد د ملكرو ملتونو ، آسیان، اقتصادي مرستې تنظیم (ای سی او) او نورو نړيوالو او سيمه ايزو مالیاتي ادارو سره منظمې شراکت دارۍ ته پراختيا وركړي دغسې چې يو كوټلي سيمه ايز نظام ته وده وركړې شي۔ده ووئيل راروانو 25 كلونو لپاره بايد د اېس سي او تګلاره كښې په شريك تکنیکي جدت، موسمیاتي بدلونونو د مقابلې صلاحیت،  د توان تحفظ او محفوظ سپلائی چینز ته پام لرنه وكړې شي ۔اسحاق ډار د اېس سي او حكومتي مشرانو كونسل 2026-27 لپاره په  صدارت سنبھالولو د ازبكستان وزيراعظم له مباركي وركولو سره ووئيل پاكستان راروان كال اګست كښې د اېس سي او مشرانو غونډې لپاره د غړو هېوادونو مشرانو او د هغوي د پلاويو اسلام آباد كښې هركلي كولو ته سترګي په لاره دے۔ده ووئيل پاكستان يو امناكه او سوكاله اېس سي او ورورولۍ لپاره لوظي دے او د شريكو هڅو د لارې  د ټولو غړو هېوادونو اولس لپاره يو تل پاتي سوكاله سباؤن جوړيدے شي۔

مزید خبریں