دوشنبے 20 اکتوبر (اے پي پي) نائب وزیراعظم و خارجه وزير سینیټر محمد اسحاق ډار دوشنبے كښې د شنګھائي مرستي تنظیم (ایس سي او) حكومتي مشرانو کونسل غونډې په موقع د تاجکستان خارجه وزير سراج الدین مهرالدین سره وليدل چې پكښې په دوه اړخيزه تجارت، اقتصادي مرسته، سيمه ايزو رابطو، توان ، سلامتیا او په اولسي كچه د تبادلو په وده د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د خارجه دفتر وياند له مخې …
نائب وزیراعظم محمد اسحاق ډار د تاجکستان خارجه وزير سره وليدل، دوه اړخيزه تجارت، اقتصادی مرستي،سيمه ايزو رابطو ، توان ، سلامتیا او په اولسي كچه د تبادلو په وده د خيالاتو څرګندونه

مزید خبریں
دوشنبے 20 اکتوبر (اے پي پي) نائب وزیراعظم و خارجه وزير سینیټر محمد اسحاق ډار دوشنبے كښې د شنګھائي مرستي تنظیم (ایس سي او) حكومتي مشرانو کونسل غونډې په موقع د تاجکستان خارجه وزير سراج الدین مهرالدین سره وليدل چې پكښې په دوه اړخيزه تجارت، اقتصادي مرسته، سيمه ايزو رابطو، توان ، سلامتیا او په اولسي كچه د تبادلو په وده د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د خارجه دفتر وياند له مخې نائب وزیراعظم د غونډې لپاره په كوربتوب او ښه انتظامات د تاجکستان د خارجه وزير مننه وكړه۔دواړو خارجه وزيرانو په شريك تاریخ، كلتور او مذهب اډانه د پاکستان او تاجکستان د ورورولۍ اړيكو توثیق کولو سره تجارتي و اقتصادي مرستې ،سيمه ايزو رابطو، توان ، سلامتیا او په اولسي كچه د تبادلو زياتولو په حاجت زور راوړو۔د ملاقات په مهال دواړو لارښودو په سيمه ايز او نړيوال صورتحال هم د خيالاتو څرګندونه وكړه او د امن و سوكالۍ شريك اهداف سر كولو لپاره ئې په سيمه ايز او نړيوال فورمز د پرله پسې رابطې او همغږۍ اهميت رامخې ته كړو۔










