پېښور 20 اکتوبر (اے پي پي) د پېښور هائي کورټ په خېبر پښتونخوا كښې د ايمرجنسي او ګورنر راج نفاذ خلاف په دائر يو شمېر درخواستونو وفاقي او صوبائي حكومتونو ته نوټسز جاري كولو سره سماعت تر 10م نومبر وځنډولو ٬ د جسټس اعجاز انور او جسټس محمد فهيم ولي پشمول دوه كسيز بېنج د پي ټي آئي چيئرمېن بيرسټر ګوهر علي خان، د پي ټي آئي لارښودې شاندانه ګلزار، …
ګورنر راج او په خېبر پښتونخوا كښې د ايمرجنسي نفاذ خلاف په درخواستونو پېښور هائي كورټ ډلو ته نوټسز جاري كړل

مزید خبریں
پېښور 20 اکتوبر (اے پي پي) د پېښور هائي کورټ په خېبر پښتونخوا كښې د ايمرجنسي او ګورنر راج نفاذ خلاف په دائر يو شمېر درخواستونو وفاقي او صوبائي حكومتونو ته نوټسز جاري كولو سره سماعت تر 10م نومبر وځنډولو ٬ د جسټس اعجاز انور او جسټس محمد فهيم ولي پشمول دوه كسيز بېنج د پي ټي آئي چيئرمېن بيرسټر ګوهر علي خان، د پي ټي آئي لارښودې شاندانه ګلزار، د خېبر پښتونخوا بار کونسل او د تحريک تحفظ آئين پاکستان (ټي ټي اے پي)مشرانو پشمول د يو شمېر دراخوستونو سماعت وكړو٬عدالت د ابتدائي دلائلو اورېدو نه وروستو سماعت تر 10م نومبر وځنډولو۔ د پي ټي آئي لخوا بيرسټر سمير کھوسه او سيکرټري جنرل سلمان اکرم راجه عدالت ته وړاندې شول۔ دوي مؤقف اختيار كړو چې د ګورنر راج او ايمرجنسي نفاذ لپاره صوبائي اسمبلۍ څخه قرارداد منظورول لازمي وي۔ دوي ووئيل صوبائي اسمبلۍ څخه منظوري نه ده اغستې شوې۔ د شاندانه ګلزار لخوا ايډووکيټ معظم بټ هم عدالت ته وړاندې شو او هغه هم مؤقف اختيار كړو چې ګورنر راج او د ايمرجنسي نفاذ نه وړاندې صوبائي اسمبلۍ څخه منظوري نه ده اغستې شوې٬ د خېبر پښتونخوا بار کونسل نمائندګي ايډووکيټ بابر خان يوسفزئي وكړه او هغه هم د بيرسټر ګوهر په مقدمه كښې وړاندې كېدو سره دلائل وركړل او بل درخواست كونكي ايډووکيټ قېصر شاه په صوبه كښې د ايمرجنسي د نفاذ مرسته وكړه ۔ دغسې د نېشنل ډيموکريټک موومنټ (اېن ډي اېم) مرکزي و صوبائي صدور محسن داوړ او بشريٰ ګوهر لخوا هم يو درخواست دائر كړے شوے دے










