اسلام آباد 20 اكتوبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د شنګھائي مرستي تنظيم (ايس سي او) په غړو هېوادونو پراخه سيمه ايزو رابطو او په اقتصادي همغږۍ زور راوړلو سره وئيلي دي د شريكي سوكالۍ ودي لپاره د توان ، ټرانسپورټ، زراعت، معدنيات او انفارميشن ټيكنالوجي په څانګو كښې سرمايه كارۍ ته اړتيا ده دغسې چې سيمه د مصنوعي ځېركتيا، ډيجيټل بدلون او …
اېس سي او هېوادونه دې پراخه سيمه ايزي رابطو او اقتصادي همغږۍ له وده وركړي، د توان او ټرانسپورټ په انفرا سټر كچر كښې دې سرمايه كاري وكړي۔نائب وزيراعظم سينيټر محمد اسحاق ډار

مزید خبریں
اسلام آباد 20 اكتوبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د شنګھائي مرستي تنظيم (ايس سي او) په غړو هېوادونو پراخه سيمه ايزو رابطو او په اقتصادي همغږۍ زور راوړلو سره وئيلي دي د شريكي سوكالۍ ودي لپاره د توان ، ټرانسپورټ، زراعت، معدنيات او انفارميشن ټيكنالوجي په څانګو كښې سرمايه كارۍ ته اړتيا ده دغسې چې سيمه د مصنوعي ځېركتيا، ډيجيټل بدلون او د جدت ودې سره د سباؤن د مرستې بنيادي مركز شي، پاكستان د افغانستان پرمختګ او اولسي ښېګړې لپاره په زړه پوري هڅي كړي، بايد افغان خاوره د پاكستان يا كوم بل هېواد په ضد د ترهه ګرۍ لپاره ونه كارولې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده دوشنبے كښې د اېس سي او حكومتي مشرانو كونسل غونډي (محدود فارميټ) ته وينا كښې وكړه۔ نائب وزيراعظم و خارجه وزير اسحاق ډار ووئيل سيمه ايزي اقتصادي همغږۍ لپاره تجارت ، توان او د ټرانسپورټ بنيادي ډھانچه كښې په هدف اډانه سرمايه كارۍ ته اړتيا ده، چين پاكستان اقتصادي راهداري (سي پيك) اېس سي او ټولو شراكت دارو هېوادونو له د سيمه ايزي اقتصادي همغږۍ شريك مزل كښې شاملولو او د هغې د تندولو مهمه موقع وركوي۔ده د اېس سي او ترمخه د شريكو مسئلو حل له لپاره د قامي كرنسو استعمال ته د ودې وركولو او د اېس سي او پرمختيائي بانك،پرمختيائي فنډ او سرمايه كارۍ فنډ جوړولو د هڅو تندولو په حاجت زور راوړلو سره ووئيل دې اقدامات سره به پرمختيائي پروژو مخ په وړاندې بوتللو او سيمه د نړيوالة مالياتي بحرانونو اثرات څخه ساتلو له مرسته تر لاسه شي۔نائب وزيراعظم ووئيل تحفظ خوښي پاليسۍ او يو اړخيزه جبري اقدامات د نړيوال قانون د اصولو په ضد دي كوم چې اقتصادي پرمختګ محدود، تكنيكي پيش رفت كښې خنډان او عدم مساوات زياتوي، منصفانه نړيوال پرمختګ لپاره نړيوالي مالياتي ډھانچې او تجارتي نظام كښې اصلاحات ته اړتيا ده۔ ده ووئيل كوټلي اقتصادي پرمختګ لپاره سيمه كښې د اوږدې مودې امن و سلامتيا ته اړتيا ده او په افغانستان كښې استحكام د سيمه ايز امن لپاره لوي اهميت لري۔ نائب وزيراعظم ووئيل پاكستان يو امناكه، مستحكم، په سيمه ايز ډول كوټلي (مربوط) او سوكاله افغانستان له خوښي لري كوم چې د خپلو كورنيو چارو او ګاونډيانو سره په امن سره ژوند وكړي۔اسحاق ډار ووئيل پاكستان د افغانستان د پرمختګ او هلته د وګړو ښېګړې لپاره په زړه پوري هڅي كړي دغسې افغان طالبانو حكومت څخه پاكستان هيله لري چې افغان خاوره د پاكستان او نړۍ په ضد د ترهه ګرۍ لپاره ونه كارولې شي۔ده ووئيل پاكستان د سيمي پرمختګ او سوكالۍ د بنياد په توګه امناكه او مستحكم ګاونډيتوب له لوظي دے۔نائب وزيراعظم د اېس سي او ترمخه د پاكستان د هلو چلو ذكر كولو سره ووئيل پاكستان 2024ء كښې اسلام آباد كښې د حكومتي مشرانو كونسل غونډي كوربتوب كړے دغسې سږ كال د اېس سي او د ترهه ګرۍ مخنيوي ډھانچه ئې كاميابۍ سره بشپړه كړي۔د غريبۍ ختمولو په اړه د اېس سي او وركنګ ګروپ چيئرمېن په حيث سره پاكستان د خپلو تجربو تبادله او نورو هېوادونو تجربو څخه استفاده كوي۔ده ووئيل پاكستان سږ كال غريبۍ كښې كمي لپاره د كوچني او مينځنۍ درجې كاروباري ادارو كردار رامخې ته كولو اراده لري۔ده ووئيل پاكستان د اېس سي او چيئرمين شپ لپاره د وزيراعظم شهباز شريف ’’وژن په عملي اقدامات بدلولو: رابطې، جدت او د شريكي سوكالۍ ‘‘ سرخط وړاندې كړے۔د دې ترمخه امن، سلامتيا او شريك باور،سيمه ايزو رابطو او تجارت، جدت و مصنوعي ذهانت او ډيجيټل بدلون، موسمياتي لچك او كوټلي توان، اولسي رابطي په ترجيحي څانګو كښې شاملې كړې شوي۔اسحاق ډار د اېس سي او حكومتي مشرانو كونسل سږ كال غونډي په كاميابۍ سره په بشپړولو د تاجكستان حكومت، د تنظيم د مستقل ادارو مشرانو ، سيكرټري جنرل نورلان يرميك بائيف او اېس سي او د ترهه ګرۍ مخنيوي سيمه ايزي ډھانچې (ايس سي او آر اے ټي ايس) ايګزيكټو كمېټۍ ډائريكټر اولاربيك شارشيئيف له مباركي وركړه۔ده قامي رابطه كارو او د مختلف اېس سي او ميكانزم ترمخه د كار كوونكو پوهانو هڅي هم وستائېلي چا چې غونډه كښې منظور كړې شوي دستاويزات او پريكړو له حتمي شكل وركولو كښې مرسته كړي۔نائب وزيراعظم ووئيل شريكه اعلاميه او بيانونه د غړو هېوادونو شريكو هيلو او عزم عكاسي كوي۔ اېس سي او بنيادي طاقت نه يواځې د غړو هېوادونو په شريك تړلې تاريخ كښې دے بلكه يو شريك سباؤن كښې هم دے د كوم جوړولو لپاره چې ټول هېوادونه په ګډه هڅي كوي۔ده ووئيل پاكستان دې شريك سباؤن جوړولو كښې فعاله كردار ترسره كولو له لوظي دے۔اسحاق ډار د اېس سي او حكومتي مشرانو كونسل 2026-27 لپاره په صدارت سنبھالولو د ازبكستان وزيراعظم له مباركي وركولو سره ووئيل پاكستان راروان كال اګست كښې د اېس سي او مشرانو غونډي لپاره د غړو هېوادونو مشرانو او د هغوي د پلاويو اسلام آباد كښې هركلي كولو ته سترګې په لار دے۔










