بلوچستان كښې تير كال 164 اربه روپو كښې 116 اربه په پرمختيائي پروژو مصرف كړې شوي۔عبدالعلیم خان

اسلام آباد 20 اکتوبر (اے پي پي) د مواصلات وفاقی وزیر عبدالعلیم خان وئيلي دي تير كال بلوچستان كښې د اولسي څانګي پرمختيائي پروګرام ترمخه ترلاسه شوي 164 اربه روپو كښې 116 اربه په بيلو پرمختيائي پروژو مصرف شوي دغسې د يو سړك په منصوبه نزدې 100 اربه روپۍ مصرف كړې شوي۔د نهي په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې د سینیټرز د پوښتنو په ځواب وفاقی وزیر ووئيل تير …

اسلام آباد 20 اکتوبر (اے پي پي) د مواصلات وفاقی وزیر عبدالعلیم خان وئيلي دي تير كال بلوچستان كښې د اولسي څانګي پرمختيائي پروګرام ترمخه ترلاسه شوي 164 اربه روپو كښې 116 اربه په بيلو پرمختيائي پروژو مصرف شوي دغسې د يو سړك په منصوبه نزدې 100 اربه روپۍ مصرف كړې شوي۔د نهي په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې د سینیټرز د پوښتنو په ځواب وفاقی وزیر ووئيل تير كال د مواصلات وزارت د منصوبو لپاره 224 اربه روپۍ بيلي كړي شوې وې دغسې د روانو او مجوزہ 66 منصوبو د لګښت مجموعي اندازه 3 زره اربه روپۍ ده۔ده ووئيل په بلوچستان كښې په بيلو پرمختيائي پروژو كار روان دے او د هغې تفصیلات اړوند سینیټرز له وركړې شوي، ده ووئېل د امن و امان صورتحال له امله د يو سړك په لږه برخه كار كښې تاخیر شوے ٬ خو وزارت د كومي هم مخصوص منصوبې په اړه لا معلومات وركولو ته چمتو دے۔

مزید خبریں