د آئي ټي وفاقي وزيري سيئول كښې د ’ډيلټا ايكس‘دوره، مصنوعي ځېركتيا او د ډيجيټل مرستي په وده د خيالاتو څرګندونه

اسلام آباد/سيئول 20 اكتوبر  (اے پي پي) د انفارمېشن ټيكنالوجي و ټيلي كميونيكيشن وفاقي وزيري شزا فاطمه خواجه د سوئيلي كوريا پايه تخت سيئول كښې د نړيوال ډيجيټل اے آئي سمټ په موقع د ټيكنالوجۍ مهمې نړيوالې ادارې ’ډيلټا ايكس‘دوره وكړه او د كمپنۍ اعلیٰ چارواكو سره ئې مهم ملاقات وكړو۔د آئي ټي وزارت د اړخه جاري شوې بيان له مخې د ملاقات په مهال پاكستان كښې د مصنوعي ځېرتيا …

اسلام آباد/سيئول 20 اكتوبر  (اے پي پي) د انفارمېشن ټيكنالوجي و ټيلي كميونيكيشن وفاقي وزيري شزا فاطمه خواجه د سوئيلي كوريا پايه تخت سيئول كښې د نړيوال ډيجيټل اے آئي سمټ په موقع د ټيكنالوجۍ مهمې نړيوالې ادارې ’ډيلټا ايكس‘دوره وكړه او د كمپنۍ اعلیٰ چارواكو سره ئې مهم ملاقات وكړو۔د آئي ټي وزارت د اړخه جاري شوې بيان له مخې د ملاقات په مهال پاكستان كښې د مصنوعي ځېرتيا (اے آئي) او جديد ډيجيټل ماركيټنګ ودي پشمول د شريكي خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔په دې موقع وفاقي وزيري ووئيل پاكستان او د نړيوالو ټيك ادارو ترمينځه  همكارۍ ته ودې وركولو سره د هېواد د آئي ټي برآمدات زياتيدے شي۔شزا فاطمه خواجه د دې عزم پخلے وكړو چې حكومت پاكستانو ځوانانو له د نړيوال معيار مصنوعي حېركتيا او جديد ډيجيټل پوهې وركلوو لپاره په ترجيحي بنيادونو اقدامات كوي چې مقصد ئې صلاحيت لرونكې افرادي قوت د نړيوال ماركيټ تقاضو له مخې سمول دي

مزید خبریں