اسلام آباد 09 ستمبر (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب وئيلي دي د پاکستان او نيوزي لينډ ترمېنځه تجارتي او اقتصادي اړيكو ته ودې وركولو كښې د شخصي څانګې له قائدانه كردار لوبول پكار دي، د پاليسو تسلسل، مالياتي نظم و ضبط او ډھانچه جاتي اصلاحات اقتصادي سمت په ځائے ساتلو لپاره به پرله پسې مهم وي۔ ده دا خبرې د شورو په ورځ پاکستان …
د پاکستان او نيوزي لينډ ترمېنځه تجارتي او اقتصادي اړيكو ته ودې وركولو كښې د شخصي څانګې له قائدانه كردار لوبول پكار دي۔ د خزانې وزير د نيوزي لينډ هائي كمشنر سره ملاقات كښې خبرې

مزید خبریں
اسلام آباد 09 ستمبر (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب وئيلي دي د پاکستان او نيوزي لينډ ترمېنځه تجارتي او اقتصادي اړيكو ته ودې وركولو كښې د شخصي څانګې له قائدانه كردار لوبول پكار دي، د پاليسو تسلسل، مالياتي نظم و ضبط او ډھانچه جاتي اصلاحات اقتصادي سمت په ځائے ساتلو لپاره به پرله پسې مهم وي۔ ده دا خبرې د شورو په ورځ پاکستان كښې د نيوزي لينډ هائي کمشنر ډيوډ پائن سره په ملاقات كښې كړې، په ملاقات كښې د دواړو هېوادونو ترمېنځه د شريكو اړيكو٬ تجارت٬ سرمايه كارۍ او اقتصادي مرستې ته لا ودې وركولو لپاره په امكانات د خيالاتو څرګندونه هم وشوه۔ په دې موقع د نيوزي لېنډ هائي کميشن پاليسي و پبلك افيئرز ايډوائزر اوانتي کالانسوريا او پاکستان لپاره د نيوزي لېنډ اعزازي قونصل جنرل معين ايم فودا هم موجود ٶ۔











