اسلام آباد 09 ستمبر (اے پي پي) د قانون وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ وئيلي دي بهر هېوادونو كښې مېشته پاكستانيان د هېواد قېمتي اثاثه دي، حکومت دوي ته هر ډول ممكنه سهولت وركولو لپاره عزم لري۔ د قانون وزارت وياند له مخئ ده د سفر دستاويزات او د ضروري كاغذات په وخت تصديق باوري كولو لپاره د كوټلې او تند رفتاره نظام وضع كولو امر وكړو ۔ …
وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ بهر هېوادونو كښې مېشته پاكستانيانو ته د سفر دستاوېزات په تصديق كښې سهولت لپاره د كژټلي نظام وضع كولو امر

مزید خبریں
اسلام آباد 09 ستمبر (اے پي پي) د قانون وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ وئيلي دي بهر هېوادونو كښې مېشته پاكستانيان د هېواد قېمتي اثاثه دي، حکومت دوي ته هر ډول ممكنه سهولت وركولو لپاره عزم لري۔ د قانون وزارت وياند له مخئ ده د سفر دستاويزات او د ضروري كاغذات په وخت تصديق باوري كولو لپاره د كوټلې او تند رفتاره نظام وضع كولو امر وكړو ۔ د وفاقي وزير په مشرۍ كښې د پاسپورټ رولز کميټۍ غونډه وشوه چې پكښې د داخله٬ خارجه وزارتونو د پاسپورټ څانګې او نورو اړوند چاورواكو ګډون وكړو ۔ اعظم نذير تارړ ووئيل د ضروري کاغذاتو تصديق لپاره دې كوټلے نظام وضع كړے شي او د ريکارډ د تصديق عمل دې تند رفتاره او آسان كړے شي۔ اعظم نذير تارړ ووئيل اړوند ادارې دې په راتلونكې غونډه كښې په دې لړ كښې واضحه تګلاره وړاندې كړي دغسې چې نظام لا موثره٬ سپېځلے او اولس دوسته جوړ كړے شي











