كوټلي قامي پرمختګ لپاره د ميرمنو خپلواكه كولو ته اړتيا ده۔  د لنډ مهاله صدر سيد يوسف رضا ګيلاني د پاکستان ويمن ليډرشپ اينډ پاليسي سمټ 2026 ته وينا

  اسلام آباد 09 ستمبر  (اے پي پي) لنډ مهاله صدر سيد يوسف رضا ګيلاني وئيلي دي  كوټلي قامي پرمختګ لپاره د ميرمنو خپلواكه كولو ته اړتيا ده،د پاکستان جمهوري طاقت، معاشي پرمختګ او سماجي همغږي تر هغه وخت نه شي بشپړيدلې تر څو چې ميرمني په ادارو، معيشت او سباؤن جوړولو كښې مساوي برخه وانخلي،مالياتي ادارې دې د ميرمنو مالي معاونت باوري كړي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو …

 

اسلام آباد 09 ستمبر  (اے پي پي) لنډ مهاله صدر سيد يوسف رضا ګيلاني وئيلي دي  كوټلي قامي پرمختګ لپاره د ميرمنو خپلواكه كولو ته اړتيا ده،د پاکستان جمهوري طاقت، معاشي پرمختګ او سماجي همغږي تر هغه وخت نه شي بشپړيدلې تر څو چې ميرمني په ادارو، معيشت او سباؤن جوړولو كښې مساوي برخه وانخلي،مالياتي ادارې دې د ميرمنو مالي معاونت باوري كړي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ  د اسلام آبادچيمبرآف کامرس اينډ انډسټريز تر سيوري لاندې پاکستان ويمن ليډرشپ اينډ پاليسي سمټ 2026 ته وينا كښې وكړه۔ لنډ مهاله صدر د اسلام آباد چيمبر آف کامرس اينډ انډسټري او ټولو شراکت دارو ته په دې مهم فورم پيرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل سمټ دوه ضروري قامي ترجيحات، د ميرمنو قيادت او موثره اولسي پاليسي يو كوي۔ده ووئيل د هېواد ښه معاشي صلاحيت كارولو لپاره به دا خبره باوري كول وي چې ميرمني يواځې د پرمختګ څخه استفاده كوونكي نه وي بلكه کاروباري شخصيات، پيشه وره كسانو، پاليسي جوړولو، جدت کارو او  د قائدين په حيث سره  فعاله  او محركې وي،د كوم هم پس منظر  يا  سيمي څخه تعلق  لرونكو ميرمنو ته   تعليم، مالي وسائلو ، ټيکنالوجي، منډيانو او  تر پريكړي يو برابر  رسنه ترلاسه وي۔سيد يوسف رضا ګيلاني ووئيل د بينظير انکم سپورټ پروګرام د لارې مالي معاونت نيغ په نيغه ميرمنو ته ورسولو سره په كورونو كښې دننه معاشي پريكړو كښې د هغوي کردار ته تقويت ترلاسه شوے،دا وقار لرونكے معاونت  او انحصار  د خپلواكۍ پلو د بدلون نمائندګي کوي۔ده د ميرمنو يو برابر ګډون، تحفظ او د قيادت په اهميت زور راوړلو سره ووئيل ميرمني خپلواكي كوم محدود سماجي فکرمندۍ  ته نه بلکه  قامي پرمختګ لپاره مرکزي حيثيت لري۔ده زور راوړو چې تر مالي وسائل رسنې ، ډيجيټل ګډون، د ميرمنو په مشرۍ كښې کاروبار، محفوظ د کار ځايونه، د قيادت پرمختګ، رهنمائي او قوي د مارکيټ رابطو ته پام لرني سره يو عملي  تګلاره مخ په وړاندې بوتللو كښې به كردار ترسره كول وي۔لنډ مهاله صدر مملكت د پاکستان ويمن ليډرشپ اينډ پاليسي سمټ 2026  کاميابۍ لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔په دې موقع لنډ مهاله صدر سيد يوسف رضا ګيلاني  د اسلام آباد چيمبر آف کامرس اينډ انډسټري د ښې كاركردګي ترسره كوونكو له شيلډز او اسناد  وركړل۔دغسې لنډ مهاله  صدر ته د اسلام آباد چيمبر د اړخه شيلډ وركړے شو۔