ترسيلات زر كښې پرله پسې زياتوالي سره د پاكستان بهرنيو كهاتو ته سهارا ترلاسه كېږي۔ خرم شهزاد

  اسلام آباد 09 ستمبر (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير صلاحكار خرم شهزاد وئيلي دي ترسيلات زر كښې پرله پسې زياتوالي سره د پاكستان بهرنيو كهاتو ته سهارا ترلاسه كېږي او د هېواد په زرمبادله هم مثبت اثرات مرتب كېږي۔ د شورو په ورځ خپل بيان كښې ده ووئيل د كال 27-2026 په وړومبو دوو مياشتو كښې بهر مېشته پاكستانيانو لخوا په مجموعي توګه 7.29 اربه ډالره ترسيلات …

 

اسلام آباد 09 ستمبر (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير صلاحكار خرم شهزاد وئيلي دي ترسيلات زر كښې پرله پسې زياتوالي سره د پاكستان بهرنيو كهاتو ته سهارا ترلاسه كېږي او د هېواد په زرمبادله هم مثبت اثرات مرتب كېږي۔ د شورو په ورځ خپل بيان كښې ده ووئيل د كال 27-2026 په وړومبو دوو مياشتو كښې بهر مېشته پاكستانيانو لخوا په مجموعي توګه 7.29 اربه ډالره ترسيلات زر راغلي كوم چې د تېر مالي كال د دومره مودې په مقابل كښې 14.7 فيصد زيات دي۔ ده ووئيل ترسيلات زر د لكھونو په شمېر د پاكستانو كورنيو د آمدن مهمې ذريعې نه علاوه د هېواد   بهرنيو ادائيګيو صلاحيت او د بهرنۍ څانګې مجموعي مضبوطيا كښې هم مهم كردار لوبوي٬ د ترسيلات زر قوي جريان سره د پاكستان په بهرني مالياتي فشار كښې كمے ٬ د زرمبادله په بفرز كښې ښه والے او په معيشت د بهرني فشار د برداشت كولو صلاحيت لا د مستحكمه كېدو هيله ده