اسلام آباد 09 ستمبر (اے پي پي) د پارلماني چارو وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري خاران او واشك كښې د امنيتي ځواكونو كاميابې كارروائۍ د ستائنې وړ ګرځولو سره ووئيل كاميابې كارروائۍ د ترهګرۍ په ضد د قامي عزم او د ځواكونو د وظيفائي صلاحيتونو ثبوت دے۔ د شورو په ورځ خپل اېكس پوسټ كښې ده ووئيل د ترهګرۍ په ضد كارروائۍ كوونكو مېړنو ځوانانو ته سلام كوم …
خاران او واشك كښې د امنيتي ځواكونو كاميابې كارروائۍ د ترهګرۍ په ضد د قامي عزم او د ځواكونو د وظيفائي صلاحيتونو ثبوت دے۔ طارق فضل چوهدري
اسلام آباد 09 ستمبر (اے پي پي) د پارلماني چارو وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري خاران او واشك كښې د امنيتي ځواكونو كاميابې كارروائۍ د ستائنې وړ ګرځولو سره ووئيل كاميابې كارروائۍ د ترهګرۍ په ضد د قامي عزم او د ځواكونو د وظيفائي صلاحيتونو ثبوت دے۔ د شورو په ورځ خپل اېكس پوسټ كښې ده ووئيل د ترهګرۍ په ضد كارروائۍ كوونكو مېړنو ځوانانو ته سلام كوم ٬ د وطن امن لپاره د امنيتي ځواكونو قربانۍ او خدمات قام لپاره د وياړ خبره ده ۔ ده ووئيل ټول قام په هېواد كښې امن او سلامتيا لپاره قربانۍ وركوٶنكو امنيتي ځواكونو سره ولاړ دے، د بلوچستان پشمول ټول هېواد كښې تل پاتې امن او استحكام لپاره عزم لرو












