ډيجيټل هيلتھ كلينك جوړولو سره به د  جديد ټيكنالوجۍ د لارې د روغتيا سهولتونه وګړو ته په چوكاټ دننه وركولې شي۔ مصطفيٰ كمال

  اسلام آباد 09 ستمبر (اے پي پي) د قامي روغتيا وفاقي وزير مصطفيٰ كمال وئيلي دي شاه الله دته اسلام آباد كښې ډيجيټل هيلتھ كلينك جوړولو سره به د  جديد ټيكنالوجۍ د لارې د روغتيا سهولتونه وګړو ته په چوكاټ دننه وركولې شي۔ دا خبره ده د شورو په ورځ په شاه الله دته كښې د ډيجيټل هيلتھ كلينك پرانستې دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ ده ووئيل  شاه …

 

اسلام آباد 09 ستمبر (اے پي پي) د قامي روغتيا وفاقي وزير مصطفيٰ كمال وئيلي دي شاه الله دته اسلام آباد كښې ډيجيټل هيلتھ كلينك جوړولو سره به د  جديد ټيكنالوجۍ د لارې د روغتيا سهولتونه وګړو ته په چوكاټ دننه وركولې شي۔ دا خبره ده د شورو په ورځ په شاه الله دته كښې د ډيجيټل هيلتھ كلينك پرانستې دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ ده ووئيل  شاه الله دته د اسلام آباد كلے دے  او د اسلام آباد نه دلته رارسېدو كښې 40 دقيقې وخت لګي۔ ده ووئيل په شاه الله دته كښې جوړ شوے دا د اسلام آباد لسم ټيلي ميډيسن كلينك دے او د دې منصوبې وړومبے فېز بشپړ شوے دے ٬ د نړۍ پوهه ډاكټرز به آن لائن موجود وي او د پنځو بېلو څانګو پوهان به په اوونۍ كښې دوه ورځې آن لائن رنځورانو ته طبي مشورې وركوي