افغانستان، د طالبان رجيم په ضد اولسي مقاٶمت لا شدت ونيوو

  اسلام آباد 09 ستمبر (اے پي پي) په افغانستان كښې د غيرقانوني طالبان رجيم په ضد په وسله وال مقاٶمت كښې لا شدت راغلو ۔ تفصيلات له مخئ په افغانستان قابض طالبان رجيم په بېلو سيمو كښې په اولسي كچه د سخت وسله وال مزاحمت سره مخ دے٬ د وسله والو ډلو بريدونو او كورني اختلافاتو د رجيم په هېواد د كنټرول ادعا بې نقابه كړې ده ۔ د …

 

اسلام آباد 09 ستمبر (اے پي پي) په افغانستان كښې د غيرقانوني طالبان رجيم په ضد په وسله وال مقاٶمت كښې لا شدت راغلو ۔ تفصيلات له مخئ په افغانستان قابض طالبان رجيم په بېلو سيمو كښې په اولسي كچه د سخت وسله وال مزاحمت سره مخ دے٬ د وسله والو ډلو بريدونو او كورني اختلافاتو د رجيم په هېواد د كنټرول ادعا بې نقابه كړې ده ۔ د افغان ميډيا آماج  نيوز له مخې په بدخشاں ولايت كښې  د افغانستان فريډم فرنټ او د طالبانو ترمېنځه نښتو كښې 4 طالبان مړه او 7 ژوبل شول ٬ د طالبان مخالف اتحاد نيشنل ريزسټنس فرنټ افغانستان له مخئ د بدخشاں ولايت په راغ كوهستان اولسوالۍ كښې د مقاٶمتي كارروائيو په مهال د افغان طالبانو يو اهلكار مړ او 6 ژوبل شوي، د جنګيالو په بريدونو كښې افغان طالبان ته لوي مالي زيان رسېدلے۔ د افغان طالبانو غير قانوني تسلط څخه آزادۍ لپاره ګرد هېواد كښې هدفي كارروائۍ به روانې وي٬ د پوهانو له مخې بدخشاں،هرات، تخار او نورو ولايتونو كښې وسله وال تحريكونه ډېر زر د طالبان رجيم د خاتمې سبب جوړېدونكې ښكاري، په افغانستان كښې د طالبان مخالف د وسله والو مقاٶمت خپرېدل د رجيم كمزورې كېدونكې ګرفت او د زياتېدونكې اولسي بې قرارۍ واضح علامت دے