وزيراعظم شهباز شريف په بلوچستان كحئ د ترهګرو په ضد په كاميابه كارروائيو امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړې

  اسلام آباد 09 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف بلوچستان كښې د ترهګرو په ضد په كاميابه كارروائۍ امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل د هند پراكسيز ترهګرو به بشپړه خاتمه كولې شي۔ د شورو په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم د هند پراكسيز  11 ترهګرو په وژلو د امنيتي ځواكونو  په وخت او د موثره كارروائۍ …

 

اسلام آباد 09 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف بلوچستان كښې د ترهګرو په ضد په كاميابه كارروائۍ امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل د هند پراكسيز ترهګرو به بشپړه خاتمه كولې شي۔ د شورو په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم د هند پراكسيز  11 ترهګرو په وژلو د امنيتي ځواكونو  په وخت او د موثره كارروائۍ ستائنه وكړه۔ وزيراعظم په خاران كښې د سړك بندولو او د تګ راتګ متاثره كولو هڅه په ناكامه كولو،  واشك كښې د ترهګرو ژالې په تباه كولو او 2.9 ټن چاٶدېدونكې توكو په برامد كولو د امنيتي ځواكونو د وظيفائي صلاحيتونو ستائنه وكړه۔ وزيراعظم شهباز شريف ووئيل ترهګر او د هغوي  سهولت كار به پخپلو ناوړه عزائمو كښې كله هم كامياب نشي او د هند  پراكسيز د فتنه الخوارج او نورو ترهګرو په ضد كارروائۍ به په بشپړ طاقت سره روانې وي