پېنډۍ 09 ستمبر (اے پي پي) امنيتي ځواكونو د بلوچستان په خاران او واشك سيمو كښې د هند پراكسي فتنه الهندوستان ترهګرو په ضد د كارروائيو په مهال 11 ترهګر ووژل۔ د شورو په ورځ د آئي اېس پي آر لخوا د جاري بيان له مخې امنيتي ځواكونو په 6م او 7م ستمبر 2026 د بلوچستان په خاران او واشك ضلعو كښې د هند پراكسي فتنه الهندوستان ترهګرو د …
امنيتي ځواكونو په بلوچستان كښې د فتنه الهندوستان ترهګرو په ضد كارروائۍ٬ 11 ترهه ګر ووژل شول

مزید خبریں
پېنډۍ 09 ستمبر (اے پي پي) امنيتي ځواكونو د بلوچستان په خاران او واشك سيمو كښې د هند پراكسي فتنه الهندوستان ترهګرو په ضد د كارروائيو په مهال 11 ترهګر ووژل۔ د شورو په ورځ د آئي اېس پي آر لخوا د جاري بيان له مخې امنيتي ځواكونو په 6م او 7م ستمبر 2026 د بلوچستان په خاران او واشك ضلعو كښې د هند پراكسي فتنه الهندوستان ترهګرو د موجودګۍ په اطلاعات په انټيلي جنس بيسډ آپريشنز وكړل او د هند ملاتړ لرونكې 11 ترهګر ئي ووژل، په 6م ستمبر ترهګرو په خاران كښې د سړك بندولو سره په ټرافېك كښې د خنډ راولاړولو هڅه وكړه، امنيتي ځواكونو په وخت كارروائي كولو سره د ترهګرو لاره ونيوله او هغوي ئې په نخښه كړل چې په نتيجه كښې ئې اته ترهګر ووژل شول ٬ په 7م ستمبر په يوه بله كارروائۍ كښې په ضلع واشك كښې د ترهګرو د موجودګۍ په اطلاع د منصوبه بندۍ له مخئ انټيلي جنس بيسډ آپريشن وشو او امنيتي ځواكونو د ترهګرو ژالې په موثره ډول ړنګې كړې٬ د ډزو د تبادلې نه وروستو درې ترهګر ووژل شول ٬ د دې نه علاوه امنيتي ځواكونو 2.9 ټن چاٶدېدونكې توكې هم برامد كړل ٬ په سيمه كښې د موجود كوم هم هندي پراكسيز نورو ترهګرو خاتمې لپاره كليئرنس او سينيټائزيشن آپريشنز روان دي۔ د آئي ايس پي آر وېنا ده چې د انېشنل اېكشن پلان لپاره د وفاقي ايپكس كميټي منظور شوي “عزمِ استحكام” وژن له مخئ به د امنيتي ځواكونو او قانون نافذ كوونكو ادارو لخوا د غېر ملكي سرپرستۍ او ملاتړ لرونكې ترهګرۍ لعنت خاتمې لپاره د كوم فرق نه غېر او مسلسل د ترهګرۍ مخنيوي كمپائن په بشپړ رفتار سره روان وي










