د ريلوے وزير بلوچستان كښې د ترهه ګرۍ په ضد په کاميابه کارروائي امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كړې

  اسلام آباد 09 ستمبر  (اے پي پي) د ريلوے وفاقي وزير محمد حنيف عباسي په بلوچستان كښې د ترهه ګرۍ په ضد د امنيتي ځواكونو کامياب کارروائي ستائيلو سره اهلکارو ته پيرزوئنې وړاندې كړې ۔يو بيان كښې وفاقي وزير ووئيل  د 11 ترهه ګرو په وژلو د امنيتي ځواكونو د اعلیٰ پيشه وره پوهي او په وخت  د کارروائي کولو ښكاره ثبوت دے۔ ده ووئيل د هېواد امن لپاره …

 

اسلام آباد 09 ستمبر  (اے پي پي) د ريلوے وفاقي وزير محمد حنيف عباسي په بلوچستان كښې د ترهه ګرۍ په ضد د امنيتي ځواكونو کامياب کارروائي ستائيلو سره اهلکارو ته پيرزوئنې وړاندې كړې ۔يو بيان كښې وفاقي وزير ووئيل  د 11 ترهه ګرو په وژلو د امنيتي ځواكونو د اعلیٰ پيشه وره پوهي او په وخت  د کارروائي کولو ښكاره ثبوت دے۔ ده ووئيل د هېواد امن لپاره د امنيتي ځواكونو قربانۍ د ټول قام لپاره د وياړ وړ دي او قام د بلوچستان خاوره د شرخوښو څخه پاكولو لپاره د بهادرو ځواكونو سره ولاړ دے۔ وفاقي وزير حنيف عباسي ووئيل ترهه ګر عناصر به چري هم پخپلو ناوړو عزائمو كښې كامياب نشي،تر څو چې د ترهه ګرۍ ناسور ختم شوے نه وي تر هغې به جنګ روان وي