اسلام آباد 09 ستمبر(اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار تېره شپه د مصر خارجه وزير ډاكټر عبدالاطي سره په ټېلې فون تماس ونيولو چې پكښې د شريكو نزدې اړيكو لا زياتولو له د خپل عزم پخلے وكړے شو۔ د شورو په ورځ د خارجه دفتر نه جاري بيان تر مخه دواړو لارښودو خبرو كښې د دوه اړخيزه اړيكو جاج واغست او د دواړو هېوادونو …
د نائب وزيراعظم سېنېټر اسحاق ډار د مصر خارجه وزير سره ټېلې فوني تماس ٬ د شرېكو نزدې اړيكو لا زياتولو په اړه د عزم پخلے
اسلام آباد 09 ستمبر(اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار تېره شپه د مصر خارجه وزير ډاكټر عبدالاطي سره په ټېلې فون تماس ونيولو چې پكښې د شريكو نزدې اړيكو لا زياتولو له د خپل عزم پخلے وكړے شو۔ د شورو په ورځ د خارجه دفتر نه جاري بيان تر مخه دواړو لارښودو خبرو كښې د دوه اړخيزه اړيكو جاج واغست او د دواړو هېوادونو تر مينځه د نزدې او ورورولۍ اړيكو مخ په وړاندې بوتللو له يې د خپل لوظ پخلے وكړو۔ دوي په سيمه ايزو او نړيوالو چارو د نزدې مشاورت په ضرورت خبرې وكړې چې پكښې د سعودي عرب او تركيه سره د سيمه ايزو څلورو هېوادونو خارجه وزيرانو (آرفور ) د لارې مشاورت هم شامل دے۔ دواړو لارښودو د ملګرو ملتونو د راروانې جنرل اسمبلۍ په مهال نيويارك كښې ملاقات كولو ته هم اتفاق وكړو۔











