اسلام آباد 08 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي د مشکل حالاتو باوجود په مشاورت سره بنيادي اصلاحات شوي،د انفورسمنټ د لارې په يو كال كښې 800 اربه روپۍ ريکور کړې شوي،په برآمدات اډانه معاشي پرمختګ ته پام لرنه كوو۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهي په ورځ د نوموړو صنعتکارو او کاروباري شخصيات پلاوي سره ملاقات كښې وكړه۔ده ووئيل سوداګري ورورولۍ او صنعتکارو ته هركلے …
د مشکل حالاتو باوجود په مشاورت سره بنيادي اصلاحات شوي،د انفورسمنټ د لارې په يو كال كښې 800 اربه روپۍ ريکور کړې شوي،په برآمدات اډانه معاشي پرمختګ ته پام لرنه كوو۔وزيراعظم شهباز شريف

مزید خبریں
اسلام آباد 08 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي د مشکل حالاتو باوجود په مشاورت سره بنيادي اصلاحات شوي،د انفورسمنټ د لارې په يو كال كښې 800 اربه روپۍ ريکور کړې شوي،په برآمدات اډانه معاشي پرمختګ ته پام لرنه كوو۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهي په ورځ د نوموړو صنعتکارو او کاروباري شخصيات پلاوي سره ملاقات كښې وكړه۔ده ووئيل سوداګري ورورولۍ او صنعتکارو ته هركلے وايو۔ده ووئيل اوسني بجټ څخه وړاندې صنعتکارو او سوداګري ورورولۍ سره ګڼ ملاقاتونه شوي او دوي سره ښه مشاورت شوے۔ د خزاني وزير،د تجارت وزير او نورو اعلیٰ افسرانو هم ملاقاتونه كړي۔ وزيراعظم ووئيل په سختو حالاتو كښې د سوداګري ورورولۍ په معاونت سره په زړه پوري اقدامات شوي او ګڼ اصلاحات معارفي شوي۔ده ووئيل د انفورسمنټ د لاري په يو كال كښې 800 اربه روپۍ ريکور شوې،كوم نوې ټيكس نه دې لګولے شوے،نيغ په نيغه ټيکس او سيلز ټيکس صارفين وركوي،دا حقيقت دے چې د پاکستان په تاريخ كښې په تير وخت كښې داسې نه دي شوي څنګه ښه والے چې نن راغلے٬ ده ووئيل اوږد مزل كښې د صنعتکارو او سوداګرو مشاورت شامل ؤ ، د ټيم ورك د لارې په سمه لاره روان يو۔ده ووئيل د سوداګرو په مشاورت سره مخ په وړاندې روان يو۔ وزيراعظم ووئيل مونږ له به په برآمدات اډانه پرمختګ ته وده وركول وي، حکومت برآمد کوونكو له په خاص ډول ټيکس كښې ريليف وركړے،سوداګره ورورولي بايد برآمدات زياتولو لپاره خپلي رائے وركړي۔په دې موقع په خبرو كښې نوموړي صنعتکار عارف حبيب ووئيل د حکومت د بجټ او برآمدات ودې لپاره شوي اقدامات ستائيو،هيله لرو چې هېواد كښې به نوره هم سرمايه كاري راشي او برآمدات به زيات شي۔ نوموړي صنعتکار عمر سعيد ووئيل حکومتي اقدامات سره سرمايه کارۍ لپاره د سوداګرو باور زيات شوے۔د جاز چيف ايګزيکټو آفيسر عامر ابراهيم ووئيل د ټيلي کميونيکيشن پشمول بيلو څانګو كښې برآمدات زياتولو ته پام لرنه شوې، دغس ېپه انفراسټرکچر او اے آئي هم خبرې وشوې، پاکستان كښې د اے آئي فيکټريز او په خاص توګه ډيټا سنټر ته پام لرنه شوي۔نوموړي صنعتکار جاويد بھلواني ووئيل د کراچۍ پشمول بيلو ښارونو كښې د اېف بي آر دفتري پرانستل د وزيراعظم ښه اقدام دے،بايد دا ډول د ملاقاتونو سلسله روانه وساتلې شي،دې سره به د هېواد برآمدات او معيشت كښې ښه والے راشي۔










