د روغتيا  وفاقي وزيرمصطفي کمال ته په پمز هسپتال كښې د اسلام آباد هيلتھ ريګوليټري اتھارټۍ  لخوا بريفنګ وركړے شو

  اسلام آباد 08 ستمبر (اے پي پي) د قامي روغتيا وفاقي وزير مصطفي کمال ته په پمز هسپتال اسلام آباد كښې د هيلتھ ريګوليټري اتھارټۍ (آئي ايچ آر اے) لخوا په روغتون كښې د صحت سهولتونو او خدمات د معيار جامع جاج په اړه بريفنګ وركړو۔ په بريفنګ كښې ووئيل شول  د اسلام آباد هيلتھ ريګوليټري اتھارټۍ د 15  پوهانو پشمول ډله په پمز هسپتال كښې موجود ده او …

 

اسلام آباد 08 ستمبر (اے پي پي) د قامي روغتيا وفاقي وزير مصطفي کمال ته په پمز هسپتال اسلام آباد كښې د هيلتھ ريګوليټري اتھارټۍ (آئي ايچ آر اے) لخوا په روغتون كښې د صحت سهولتونو او خدمات د معيار جامع جاج په اړه بريفنګ وركړو۔ په بريفنګ كښې ووئيل شول  د اسلام آباد هيلتھ ريګوليټري اتھارټۍ د 15  پوهانو پشمول ډله په پمز هسپتال كښې موجود ده او په بېلو څانګو كښې د صحت سهولتونو٬ د رنځورانو د تحفظ او د طبي خدمات د معيار جاج اخلي۔ وفاقي وزير ته ووئيل شول د پوهانو ډله به په روغتون كښې په بېلو څانګو كښې د انفراسټرکچر، طبي طريقه کار، د رنځورانو تحفظ، ريکارد او د دستاويزات پشمول د طبي آلات تفصيلي جاج اخلي۔ په بريفنګ كښې زياته كړې شوه چې د افرادي قوت او د صحت څانګې په اړه د مقرره طبي معيارات د عملدرآمد به هم جاج اخستلے شي۔ د پوهانو لخوا د تر سره كړي جامع جاج مقصد په پمز هسپتال كښې دروغتيا خدمات معيار لا ښه كول، د رنځورانو تحفظ باوري كول او د طبي خدمات پرله پسې لا ښه كولو ته وده وركول دي۔