اسلام آباد 08 ستمبر (اے پي پي) د قانون و انصاف وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ ګورننس انډيکيټرز كښې د پاکستان کارکردګي ښه كولو لپاره په پوهانو مشتمل ذيلي کمېټي جوړولو سره په يوه اوونۍ كښې سفارشات او د كوټلې تګلارې وړاندې كولو سپارښتنه وكړه۔د قانون او انصاف وزارت وياند له مخې د ګورننس انډيکيټرز کمېټۍ غونډه د قانون وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ په مشرۍ كښې …
د قانون و انصاف وفاقي وزير اعظم نذير تارړ ګورننس انډيکيټرز كښې ښه والي لپاره د پوهانو کمېټي جوړه كړه

مزید خبریں
اسلام آباد 08 ستمبر (اے پي پي) د قانون و انصاف وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ ګورننس انډيکيټرز كښې د پاکستان کارکردګي ښه كولو لپاره په پوهانو مشتمل ذيلي کمېټي جوړولو سره په يوه اوونۍ كښې سفارشات او د كوټلې تګلارې وړاندې كولو سپارښتنه وكړه۔د قانون او انصاف وزارت وياند له مخې د ګورننس انډيکيټرز کمېټۍ غونډه د قانون وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ په مشرۍ كښې په اسلام آباد كښې وشوه چې پكښې د قانون و انصاف وزير مملکت بيرسټر عقيل ملك، د خزاني سيکرټري، د کابينه ډويژن سيکريټري پشمول اړوند وفاقي و صوبائي چارواكو ګډون وكړو۔په غونډه كښې د پاکستان ګورننس انډيکيټرز كښې د کارکردګۍ ښه كولو لپاره په كوټلې تګلارې غور وشو۔غونډي ته معاشي استحکام، کريډټ ريټنګز او ګورننس انډيکيټرز په اړه بريفنګ وركړے شو۔بريفنګ كښې ووئيل شول د ميکرو اکنامك استحکام له امله دوو نه تر دوه نيمو كلونو په مهال د پاکستان کريډټ ريټنګ كښې ښه والے راغلے دغسې کريډټ ريټنګز جائزو كښې كارېدونكې ډيټا عموماً دوه كاله پخوانۍ وي چې له امله يې د موجوده اصلاحات او ښه والي بشپړ اثرات نړيوال ريټنګز كښې په تاخير سره څرګنديږي۔وفاقي وزير سپارښتنه وكړه چې ذيلي کمېټي دې د ګورننس انډيکيټرز ذيلي اجزاء او جائزې لپاره د تګلاري تفصيلي جاج واخلي او په سمدستي توګه دې د مينځنۍ او اوږدې مودې اقدامات په ګوته كړي۔ده ووئيل مجوزه اصلاحات كښې دې په وفاقي او صوبائي كچه ذمه وارۍ واضحه كړې شي دغسې چې ګورننس انډيکيټرز كښې ښه والي لپاره كوټلي اقدامات باوري شي۔










