اسلام آباد 08 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي د وګړو د مال او ځان تحفظ ته حکومت پام لرنه كوي، حکومت د اسلام آباد پوليس ته د جديد پوليسنګ غوښتنو تر مخه هر ممکن وسائل وركوي۔د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم د دې خيالاتو څرګندونه د نهي په ورځ د اسلام آباد پوليس له د اليکټرك ګاړو وركولو …
حکومت د اسلام آباد پوليس ته د جديد پوليسنګ غوښتنو تر مخه هر ممکن وسائل وركوي۔وزيراعظم محمد شهباز شريف

مزید خبریں
اسلام آباد 08 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي د وګړو د مال او ځان تحفظ ته حکومت پام لرنه كوي، حکومت د اسلام آباد پوليس ته د جديد پوليسنګ غوښتنو تر مخه هر ممکن وسائل وركوي۔د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم د دې خيالاتو څرګندونه د نهي په ورځ د اسلام آباد پوليس له د اليکټرك ګاړو وركولو دستوري په موقع خبرو كښې وكړه۔د اسلام آباد پوليس له جديد، محفوظ او ماحول دوسته پوليسنګ ودې لپاره 50 اليکټرك ګاړي وركړے شول ۔ وفاقي پايه تخت كښې دستوره كښې وزيراعظم محمد شهباز شريف د اليکټرك ګاړو كنجيانې د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي او انسپکټر جنرل اسلام آباد پوليس سيد علي ناصر رضوي له وركړې۔ د اطلاعات و خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ، وفاقي وزير ډاکټر طارق فضل چوهدري او وزير مملکت طلال چوهدري پشمول اړوندو چارواكو دستوره كښې ګډون وكړو۔ وزيراعظم د اسلام آباد پوليس په جديد ډول روانولو په اړه د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي کارکردګي وستائيله۔ وزيراعظم ووئيل د اسلام آباد پوليس بايد د هېواد د نورو ښارونو لپاره رول ماډل جوړ كړے شي۔وفاقي پايه تخت كښې وګړو له محفوظ ماحول وركولو لپاره به پوليس له جديد ټيکنالوجي، سازوسامان او نور ضروري وسائل وركولې شي۔وزيراعظم ووئيل د اسلام آباد پوليس له د وركړے شوو نوو اليکټرك ګاړو مقصد پوليسنګ نظام كښې ماحول دوسته او ګرين پوليسنګ ته وده وركول دي۔ د جديدې ټيکنالوجۍ كارولو سره به د پوليس کارکردګي او وګړو له وركړې كيدونكي خدمات نور هم ښه شي۔ په دې موقع انسپکټر جنرل اسلام آباد پوليس وزيراعظم له د اسلام آباد پوليس د اړخه وفاقي پايه تخت كښې د سکيورټي لپاره په جوړ شوي نوي فورس ’’کيپټل پټرول‘‘ تفصيلي بريفنګ وركړو










