د خواندګۍ شرح كښې ښه والي لپاره اجتماعي قامي هلو ځلو ته اړتيا ده۔خالد مقبول صديقي

اسلام آباد 08 ستمبر  (اے پي پي) د وفاقي تعليم و پيشه وره تربيې وفاقي وزير ډاکټر خالد مقبول صديقي وئيلي دي په پاكستان كښې د خواندګۍ شرح كميدل يو لويه قامي مسئله او لويې چيلنج دے د كومي مخنيوي له چې به حکومت، تعليمي ادارو، سول سوسائټۍ او د ټولني ټولو طبقو له په ګډه كار كول وي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهي په ورځ علامه اقبال اوپن …

اسلام آباد 08 ستمبر  (اے پي پي) د وفاقي تعليم و پيشه وره تربيې وفاقي وزير ډاکټر خالد مقبول صديقي وئيلي دي په پاكستان كښې د خواندګۍ شرح كميدل يو لويه قامي مسئله او لويې چيلنج دے د كومي مخنيوي له چې به حکومت، تعليمي ادارو، سول سوسائټۍ او د ټولني ټولو طبقو له په ګډه كار كول وي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهي په ورځ علامه اقبال اوپن يونيورسټي كښې د خواندګۍ نړيوالې ورځ په اړه دستوري ته وينا كښې وكړه۔ وفاقي وزير ووئيل د تيرو 80 كلونو راهسې كليو او پسمانده سيمو كښې تعليم و  د خواندګۍ ودي لپاره په بيله كچه هڅي رواني دي خو مطلوبه نتيجې نه دې ترلاسه شوي،دې لپاره اوس روايتي طريقه کار څخه ځانله نوې، موثره او د عمل وړ لاري اختيارولو ته اړتيا ده۔ده ووئيل هېواد كښې د موجوده جوماتونو پراخه نيټ ورك هم د تعليم او خواندګۍ ودي لپاره په موثره ډول  استعماليدے شي۔ ده ووئېل كه په ځائې كچه  د علماء، ټولنې او اړوندو ادارو په همكارۍ تر ماسپخښين جوماتونه د تعليمي و خواندګۍ مرکزونو په توګه استعمال کړے شي نو ګڼ شمير ماشومان،ځوانان او ناخوانده كسانو له به  د بنيادي تعليم سهولت وركړے شي۔د دستوري په مهال ’’هر تن دې يو بل تن ته ولولي په سرخط موبائل ايپ هم لانچ کړے شو۔ د ايپ مقصد  د خواندګۍ وده  قامي كمپانن موثره جوړول او د زدكوونكو پشمول د ټولني بيلو طبقو له د لږ نه لږ يو ناخوانده تن له د لوستي ترغيب وركول دي۔دستوري ته د يونيسکو اسېتازي فواد پاشايف، د يونيسف  ډاکټر شرميلا رسول،  د جائيکا استازي محمد بلال عزيز، د تعليم وزارت ايجوکيشن سپيشلسټ ثناء عيسيٰ او د منصوبه بندۍ و پرمختګ وزارت استازې آمنه کمال هم خطاب وكړو

مزید خبریں