اسلام آباد 08 ستمبر (اے پي پي) د روغتيا وفاقي وزير سيد مصطفيٰ کمال وئيلي دي د روغتيا څانګه به د "سِك کيئر" نه په ژغورولو د "هيلتھ کيئر" پلو بيايو٬ د روغتيا نظام يوازې د روغتونونو تر جوړولو او د رنځورانو تر درملنې محدود نشو پاتې كولې بلكې د رنځونو نه ساتنې او هيلتھ کيئر ته به پام كول وي ځكه چې د زياتې شوې ودانۍ او د رنځونو …
د روغتيا څانګه به د “سِك کيئر” نه په ژغورولو د “هيلتھ کيئر” پلو بيايو٬ د رنځونو نه ساتنې ته په قامي كچه پام لرنه كوو ۔ وفاقي وزير سيد مصطفيٰ کمال

مزید خبریں
اسلام آباد 08 ستمبر (اے پي پي) د روغتيا وفاقي وزير سيد مصطفيٰ کمال وئيلي دي د روغتيا څانګه به د “سِك کيئر” نه په ژغورولو د “هيلتھ کيئر” پلو بيايو٬ د روغتيا نظام يوازې د روغتونونو تر جوړولو او د رنځورانو تر درملنې محدود نشو پاتې كولې بلكې د رنځونو نه ساتنې او هيلتھ کيئر ته به پام كول وي ځكه چې د زياتې شوې ودانۍ او د رنځونو د بار له امله په هېواد كښې روغتون٬ ډاكټر٫ طبي عمله او د جديد طبي مشينرۍ په شمېره كښې يوازې په زياتوالي كولو سره د صحت په مسئلو قابو نشي موندلے كېدے۔ دا خبرې ده د نهې په ورځ په سرينا هوټل كښې د شوګر په حواله دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ ده ووئيل د پاکستان وداني د كال 2023 د سرشمېرې له مخې نزدې 24 کروړه وه كومه چې اوس 26.5 2كروړه نه زياته شوې ده٬ په هېواد كښې هر كال 67 لكه ماشومان پېدا كېږي٬ يعنې د هېواد په آبادۍ كښې هر كال د نيوزي لېنډ آبادۍ برابر زياتوالے كېږي۔ د روغتيا وزير سيد مصطفيٰ کمال ووئيل پاکستان دا مهال د نړۍ په تندۍ سره د زياتېدونكې آبادۍ په هېوادونو كښې شامل دے او تر كال 2030 به د آبادۍ په لحاظ سره پاكستان د نړۍ څلورم لوي هېواد جوړ شي٬ ۔ ده ووئيل د روغتيا څانګه به د “سِك کيئر” نه په رېسكيو كولو د “هيلتھ کيئر” پلو بيايو٬ د رنځونو نه ساتنې ته په قامي كچه پام لرنه كوو ٬ ده ووئيل د خلقو روغتيا يوازې د صحت وزارت ذمه واري نه ده بلكې د ټولې ټولنې مشتركه ذمه واري ده۔ده ووئيل پاکستان له به د روغتيا په څانګه كښې يوازې د رنځونو په درملنه د وسائلو خرڅ كولو په ځائے د رنځونو مخه نيوي٬ په وخت تشخيص، پاكو اوبو ، صفائۍ، غذائيت، د مور او ماشوم صحت او په اولسي خبرتيا سرمايه كاري كول وي ځكه چې د صحت منده آبادي د مضبوط معيشت او خوندي سباٶن بنياد جوړېدے شي









