اسلام آباد 08 ستمبر (اے پي پي)د قامي روغتيا وفاقي وزير مصطفيٰ کمال وئيلي دي په 400 كټونو د جديد طبي سهولتونو لرونكے نوے روغتون به تر 30 مارچ 2027 په بشپړه توګه فعاله شي٬ په منصوبه په تندۍ سره كار روان دے او د دې بشپړتيا به د وزيراعظم تر ټاكلې نېټې باوري كولې شي۔ د نهې په ورځ ميډيا سره په خبرو كښې ده ووئيل د منصوبې بشپړتيا …
د 400 كټونو جديد طبي سهولتونه لرونكے نوے روغتون به تر 30 مارچ 2027 په بشپړه توګه فعاله شي۔ د مصطفيٰ کمال ميډيا سره خبرې

مزید خبریں
اسلام آباد 08 ستمبر (اے پي پي)د قامي روغتيا وفاقي وزير مصطفيٰ کمال وئيلي دي په 400 كټونو د جديد طبي سهولتونو لرونكے نوے روغتون به تر 30 مارچ 2027 په بشپړه توګه فعاله شي٬ په منصوبه په تندۍ سره كار روان دے او د دې بشپړتيا به د وزيراعظم تر ټاكلې نېټې باوري كولې شي۔ د نهې په ورځ ميډيا سره په خبرو كښې ده ووئيل د منصوبې بشپړتيا يوازې ادعا نه ده بلكې د تعميراتي کار د پېشرفت په موقع مشاهده كېدې شي٬ منصوبه د سي ډي اے منظورۍ پشمول بېلو انتظامي او قانوني پېچلتياٶ سره مخ ده كومې چې اوس حل كړې شوې دي۔ده ووئيل په منصوبې د كار پېل كولو په وخت پېشرفت نزدې 13 فيصده ٶ كوم چې اوس په ساختي اعتبار سره 60 فيصد ته رسېدلے او نور اړوند كارونه نزدې 90 فيصد بشپړ شوي دي۔ ده ووئيل روغتون لپاره د ضروري طبي آلاتو اغستو احكامات جاري كړې شوي٬ يو شمېر آلات پاكستان ته رارسېدلې دي او نور په لاره دي٬ د كوم سامان په رارسېدو كښې چې تاخير كېږي نو د وزيراعظم امر له مخې هغه به په فضائي لاره راغوښتلے شي دغسې چې د منصوبې بشپړتيا متاثره نشي۔ د کنګ سلمان هسپتال په حواله ده ووئيل د 400 كټونو دا منصوبه د تېرو 20 كالو راهسې د ځڼډ ښكار وه او تر فائلونو محدود وه٬ موجوده حکومت په تېرو 5 مياشتو كښې منصوبې ته ورمخې ته ټول انتظامي او تكنيكي خنډان لرې كړې دي٬ د روغتون وړومبے پړاٶ بشپړ شوے او او په دوو كالو كښېه د 200 كټونو فعاله كولو هدف مقرر كړے شوے ۔ د اسلام آباد د 28 ډسپنسرو په اړه وفاقي وزير ووئيل په دې مركزونو كښې د انساني وسائلو كمے لويه او مهمه مسئله ده٬ په ځېنې مركزونو كښې ودانۍ٬ مشنيري او د كټونو پشمول ضروري سهولتونه موجود دي خو د عملې د نشتوالي له امله په بشپړه توګه فعاله نه كړې شول۔ مصطفيٰ کمال ووئيل د اختياراتو په ځائي كچه منتقلۍ سره به اولس ته د خپلو استازو او انتظاميې د موثره احتساب موقع په لاس ورشي۔ ده ووئيل د تېرو 14 مياشتو په مهال وزارت په يو شمېر مهمو منصوبو پېشرفت كړے دے خو د صحت په څانګه كښې اوس هم ډېر مسئلې موجود دي د كومو لرې كولو لپاره چې نورو اقداماتو ته اړتيا ده









