اسلام آباد 08 ستمبر (اے پي پي) د قامی اسمبلۍ سپیكر سردار ایاز صادق وئيلي دي د خواندګۍ شرح كښې زياتوالے د سوكالۍ او پرمختګ كونكي ټولني لپاره ضروري دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د خواندګۍ نړيوالي ورځ په موقع په خپل يو پیغام كښې وكړه۔ده ووئيل خواندګي يواځې د لوستلو او ليكلو صلاحیت نامه نه ده بلكه دا د موثره پريكړي كولو او ټولنه كښې د فعاله كردار …
د خواندګۍ شرح كښې زياتوالے د سوكالۍ او پرمختګ كونكې ټولني لپاره ضروري دے ۔سردار ایاز صادق

مزید خبریں
اسلام آباد 08 ستمبر (اے پي پي) د قامی اسمبلۍ سپیكر سردار ایاز صادق وئيلي دي د خواندګۍ شرح كښې زياتوالے د سوكالۍ او پرمختګ كونكي ټولني لپاره ضروري دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د خواندګۍ نړيوالي ورځ په موقع په خپل يو پیغام كښې وكړه۔ده ووئيل خواندګي يواځې د لوستلو او ليكلو صلاحیت نامه نه ده بلكه دا د موثره پريكړي كولو او ټولنه كښې د فعاله كردار ترسره كولو باور رامخې ته كوي،تر معیاري تعلیم يو برابر رسنه د هر ماشوم بنيادي حق دے۔ده ووئيل ځوانانو له تعلیم، هنر او د جدیدو تقاضو سره همغږۍ ته اړتيا ده،د آئین ترمخه د 5 نه تر 16 كالو عمر ماشومانو له ويړيا تعلیم وركول د رياست ذمه واري ده۔ سردار ایاز صادق ووئيل ميرمنو كښې د خواندګۍ وده تعلیم یافته او قوي ټولني لپاره په زړه پوري اهمیت لري،وزیراعظم محمد شهباز شریف د اړخه د تعلیمي ایمرجنسي اعلان هر ماشوم د تعلیم دائره كښې راوستلو له د عزم څرګندونه ده ۔ده ووئيل سكول څخه بهر ماشومان تعلیمي نظام كښې شاملولو لپاره د وفاق او صوبو ترمينځه مرستي ته اړتيا ده، د ماشومانو د حقونو لپاره پارلیماني كاكس رپورټ كښې د سكولونو څخه بهر ماشومان سكولونو كښې داخلولو لپاره د عمل وړ تجاویز مرتب كړې شوي،وفاقی او صوبائی پارلیمانی كاكسز په همكارۍ مرتب كړي رپورټ كښې د سكول څخه بهر ماشومانو مسئلې له په زمكيزو حقائقو اډانه حل وړاندې كړے شوے كوم چې د ستائني وړ دے۔









