اسلام آباد 08 ستمبر (اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقی وزیر محسن نقوی د اسلام آباد پولیس د جدید كمانډ، كنټرول، كمیونیكیشن اینډ كوآرډینیشن سینټر پرانسته وكړه۔نوي كمانډ اینډ كنټرول سینټر څخه به د اسلام آباد آئي جي د خپل دفتر څخه د سیف سټي، پولیس آپریشنز او ښار كښې د امن و امان صورتحال نيغ په نيغه مانیټر او كمانډ كولې شي۔دستوري ته وينا كښې وفاقی وزیر محسن …
د كورنيو چارو وفاقی وزیر د اسلام آباد پولیس د جدید كمانډ، كنټرول، كمیونیكیشن اینډ كوآرډینیشن سینټر پرانسته وكړه

مزید خبریں
اسلام آباد 08 ستمبر (اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقی وزیر محسن نقوی د اسلام آباد پولیس د جدید كمانډ، كنټرول، كمیونیكیشن اینډ كوآرډینیشن سینټر پرانسته وكړه۔نوي كمانډ اینډ كنټرول سینټر څخه به د اسلام آباد آئي جي د خپل دفتر څخه د سیف سټي، پولیس آپریشنز او ښار كښې د امن و امان صورتحال نيغ په نيغه مانیټر او كمانډ كولې شي۔دستوري ته وينا كښې وفاقی وزیر محسن نقوی ووئيل د دې جدید سینټر سره به د اسلام آباد پولیس كمانډ، مانیټرنګ، كوآرډینیشن او سمدستي پريكړه كولو نظام كښې ښه والے راشي۔سېف سټی پشمول د پولیس ټول مهم آپریشنل نظام به د يو مركزي كمانډ اینډ كنټرول پلیټ فارم سره منسلك شي، د كوم هم بېړني یا امنيت صورتحال كښې به د اسلام آباد آئي جي نيغ په نيغه صورتحال مانیټر كولو سره سمدستي احكامات جاری كولې شي۔د كورنيو چارو وزیر محسن نقوی ووئيل جدید اے آئی او د ټیكنالوجي بیسډ سسټمز سره به د پولیس كاركردګي ، رسپانس ټائم او د فیلډ فورس مانیټرنګ نور هم موثر شي۔ وفاقی وزیر د سینټر د بيلو برخو څارنه وكړه او د جدید مانیټرنګ و كمانډ سسټم جاج ئې واخست۔وفاقی وزیر ته د سېف سټي سره د مربوط نظام، پولیس آپریشنز، فیلډ فورس مانیټرنګ، د ایمرجنسی رسپانس او جدید اے آئی بیسډ ټیكنالوجی په اړه بریفنګ وركړے شو۔د كورنيو چارو وزير ووئيل د نوي سینټر بنیادی مقصد د اسلام آباد آئي جي ته د يو ځائے څخه د ټول اسلام آباد پولیس موثره كمانډ او مانیټرنګ سهولت وركول دي۔د دې جدید نظام سره به د پولیس د بيل یونټس ترمينځه رابطه او كوآرډینیشن نور هم ښه شي۔دې سینټر سره به فیلډ كښې د پولیس كاركردګۍ موثره نګرانی هم ممكن شي۔د وګړو تحفظ، پولیس كاركردګۍ كښې ښه والې او اسلام آباد كښې امن و امان ته خاص پم لرنه كوو۔په دې موقع د اسلام آباد پولیس آئي جي ، د اسلام آباد ډی آئي جی او نور اړوند افسران هم موجود وو۔









