اسلام آباد 08 ستمبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د نيوي ورځې په موقع د پاك بحريه افسرانو او ځوانانو ته په غوره ټكو پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئېلي دي 8 ستمبر د پاك بحريه د مېړنو زامنو د عظيمو قربانو ٬ شجاعت او د ځانګرو كارنامو يادګېرنه كوي٬ داخله وزير خپل پېغام كښې ووئېل د پاك بحريه د جانبازانو وظيفاِئې صلاحيتونه ٬ مړانه او …
د پاك بحريه مېړنو زامنو ته سلام ٬ 8 ستمبر د دوي د عظيمو قربانو ٬ شجاعت او د ځانګړو كارنامو يادګېرنه كوي ٬ محسن نقوي

مزید خبریں
اسلام آباد 08 ستمبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د نيوي ورځې په موقع د پاك بحريه افسرانو او ځوانانو ته په غوره ټكو پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئېلي دي 8 ستمبر د پاك بحريه د مېړنو زامنو د عظيمو قربانو ٬ شجاعت او د ځانګرو كارنامو يادګېرنه كوي٬ داخله وزير خپل پېغام كښې ووئېل د پاك بحريه د جانبازانو وظيفاِئې صلاحيتونه ٬ مړانه او قربانۍ د قام لپاره د وياړ دي او ټول قام خپلو غازيانو او شهدا ته سلام كوي ۔ ده ووئېل د 8 ستمبر 1965 ورځ د بحريه د تاريخ سازو كاميابو يو زرين باب دے چې كله د بحره د زمري زړونو لرونكو ځوانانو د خپلو سمندري سرحدونو د نه تسخير كېدونكې دفاع لپاره تاريخ رقم كړو۔ محسن نقوي د آپرېشن دواركا ذكر كولو سره ووئېل په دغه تاريخي معركه كښې پاك بحريه د دښمن غرور خاورې كړو او د 1965 په جنګ كښې يې مخالف له خله ماتې ځواب وركړو۔ ده ووئېل په معركه حق كښې د پاك بحريه چمتوالے او چټګ پاتي كېدو له امله دښمن په كراچۍ د بريد جرات ونه كړے شو۔ وفاقي وزير ووئېل پاك بحريه د هېواد د سمندري حدود اصل محافظ ده او د دې ځوانانو په هر ازمېښت او چېلنج كښې د هېواد دفاع لا مضبوطه كرې۔ ده ووئېل د بحريه جديد جنګي صلاحيتونه او اعلې وظيفائي معيار نه يوازې د ستائنې جوګه دے بلكې د پاك بحريه د شهدا عظيمې قربانۍ د ټول قام لپاره يوه قيمتي اثاثه ده كومه چې كله هم هېرېدې نشي۔









