اسلام آباد 08 ستمبر (اے پي پي)د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان به د 8 نه تر 11 ستمبر د هانګ كانګ دوره كوي٬ د تجارت وزارت وياند تر مخه وفاقي وزير جام كمال خان به په بېلټ اېنډ روډ سمټ كښې د پاكستان نمانئدګي كوي او سمټ ته به خاص خطاب او مهمو ناستو كښې به ګدون كوي۔د دورې په مهال به وفاقي وزير د هانګ كانګ او …
د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان به د 8 نه تر 11 ستمبر د هانګ كانګ دوره كوي

مزید خبریں
اسلام آباد 08 ستمبر (اے پي پي)د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان به د 8 نه تر 11 ستمبر د هانګ كانګ دوره كوي٬ د تجارت وزارت وياند تر مخه وفاقي وزير جام كمال خان به په بېلټ اېنډ روډ سمټ كښې د پاكستان نمانئدګي كوي او سمټ ته به خاص خطاب او مهمو ناستو كښې به ګدون كوي۔د دورې په مهال به وفاقي وزير د هانګ كانګ او بېلا بېلو هېوادونو اعلې قيادت او لوړ پورو سره ملاقاتونه كوي۔ د دې نه پرته د نوموړو كاروباري ادارو او سرمايه كارو سره به ملاقاتونه كوي ۔ د وياند وېنا ده ملاقاتونو كښې به د پاكستان د تجارت په وده او د نوې سركايه كارۍ په امكانات خبرې كوي ۔ وفاقي وزير د دورې په مهال به هانګ كانګ كښې مېشته پاكستايانو ته خطاب هم كوي ۔ د دورې مقصد د نړيوالو شراكت دارو سره د پاكستان اقتصادي اړېكې لا مستحكمول دي۔









