د منصوبه بندۍ وفاقی وزیر پروفیسر احسن اقبال په مشرۍ كښې د جماعت اسلامی نائب امیر لیاقت بلوچ په مشرۍ كښې پلاوي سره غونډه

  لاهور07 ستمبر  (اے پي پي) د منصوبه بندۍ ، پرمختګ او خاص اقدامات وفاقی وزیر پروفیسر احسن اقبال په مشرۍ كښې د جماعت اسلامی نائب امیر لیاقت بلوچ په مشرۍ كښې پلاوي سره مهمه غونډه وشوه چې پكښې  د پټرولیم لیوي او پټرولیم مصنوعات زياتو شوو بيعو پشمول اولس ته د ریلیف وركولو په مختلف اقدامات په تفصیل سره د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔په غونډھ كښې د وزیراعظم خاص …

 

لاهور07 ستمبر  (اے پي پي) د منصوبه بندۍ ، پرمختګ او خاص اقدامات وفاقی وزیر پروفیسر احسن اقبال په مشرۍ كښې د جماعت اسلامی نائب امیر لیاقت بلوچ په مشرۍ كښې پلاوي سره مهمه غونډه وشوه چې پكښې  د پټرولیم لیوي او پټرولیم مصنوعات زياتو شوو بيعو پشمول اولس ته د ریلیف وركولو په مختلف اقدامات په تفصیل سره د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔په غونډھ كښې د وزیراعظم خاص مرستيال رانا ثناء اللہ، د پټرولیم وفاقي وزیر علي پرویز ملك، بلال اظهر کیانی پشمول د اړوندو وزارتونو او ادارو اعلیٰ چارواكو ګډون وكړو۔وفاقی وزیر احسن اقبال ووئيل لاهور كښې په شوې ملاقات كښې دا ترسره شوه چې اسلام آباد كښې به د پټرولیم لیوی په معامله تفصیلی خبرې كولې شي۔مونږ ټولو ته د اولس ګټي ګراني دي، حکومت په اولس كوم اضافي بار اچول نه غواړي۔اولس ته چې څه ډول هم ریلیف ترلاسه شي مونږ په هغې خوشحاليږو۔ده ووئيل د ايران او امريكې اړيكو كښې  د ښه والي له امله  د پټرول بيعو كښې كمے راغلے خو  دتاؤ ترېښوالي نه پس د نړيوال صورتحال له امله حکومت په مجبورۍ كښې بيعي زياتي كړي۔احسن اقبال ووئيل د جماعت اسلامي د پټرولیم لیوی په اړه د ورکنګ تفصیلي جاج اغستو لپاره غونډه شوې ۔ مونږ ځيني قامي معاشي حقیقتونه لرو كومو څخه چې انکار نه شي كيدے۔د  جماعت اسلامي نائب امیر لیاقت بلوچ ووئيل خبري اترې هم آخري حل وي، حکومت ته هم معلومه ده چې احتجاج کوم حل نه وي۔ده ووئيل په دې خوشحاله يو چې د مسلم لیګ (ن) حکومت عمر له خبرو اترو ته پام لرنه كړې ۔لیاقت بلوچ ووئيل د بجلۍ ، ګاز او پټرول بيعو زياتيدو سره اولس كښې  مايوسي زياتيږي۔مونږ ته معلومه ده چې د آئی اېم اېف شرطونو سره مخ يو او ډيري پريكړي د حكومت مجبوري وي۔

مزید خبریں