اسلام آباد 07 ستمبر (اے پي پي) د انفارمېشن ټیکنالوجی و ټیلی کمیونیکیشن وفاقی وزیري شزه فاطمه خواجه وئيلي دي د پاکستان معاشي سباؤن لپاره ډیجیټل بدلون بنيادي حیثیت لري،پاکستان دا مني چې 21مه بيړۍ د هغه قام ده كوم چې د دولت تخلیق او د خپل سباؤن جوړولو لپاره ډیجیټل ټیکنالوجی استعمالوي۔د دې خيالاتو څركندونه دي د ګل په ورځ لیپ 2026 کنفرنس ته وينا كښې وكړه۔دي ووئيل پاکستان …
د پاکستان معاشي سباؤن لپاره ډیجیټل بدلون بنيادي حیثیت لري۔شزه فاطمه خواجه

مزید خبریں
اسلام آباد 07 ستمبر (اے پي پي) د انفارمېشن ټیکنالوجی و ټیلی کمیونیکیشن وفاقی وزیري شزه فاطمه خواجه وئيلي دي د پاکستان معاشي سباؤن لپاره ډیجیټل بدلون بنيادي حیثیت لري،پاکستان دا مني چې 21مه بيړۍ د هغه قام ده كوم چې د دولت تخلیق او د خپل سباؤن جوړولو لپاره ډیجیټل ټیکنالوجی استعمالوي۔د دې خيالاتو څركندونه دي د ګل په ورځ لیپ 2026 کنفرنس ته وينا كښې وكړه۔دي ووئيل پاکستان په اوپن سورس ټیکنالوجی خپل قامی ډیجیټل سټیك جوړوي،د دې د بشپړيدو نه پس به پاکستان دغه ډیجیټل سټیك د پرمختګ كوونكو او رامخې ته كيدونكو قامونو سره د معاوضې نه غير شیئر کوي۔دي ووئيل ډیجیټل ټیکنالوجی كښې بايد د نورو هېوادونو مرسته وكړې شي دغسې چې هغوي جدیدیت سره مخ په وړاندې تللو سره د دولت تخلیق او د زياتې نه زياتې معاشی خپلواكۍ پلو روان شي ۔ شزه فاطمه ووئيل پاکستان اوس ’’ لوي او زړه راښوكونكو “نمائشي منصوبو”‘‘ ترلاسه كولو نه ځانله قوي ډیجیټل بنیادونو جوړولو ته پام لرنه كوي۔دي ووئيل د تيرو دوو كلونو په مهال حکومت مهمه قانون سازی کړي چې پكښې ’’ډیجیټل نیشن پاکستان ایکټ‘‘ او ’’قامی اے آئی پالیسي‘‘ شامله ده۔









