د حنا رباني کھر په مشرۍ كښې  پبلك اكاونټس كمېټۍ غونډه

  اسلام آباد 07 ستمبر (اے پي پي) د پارلمان  د پبلك اکاٶنټس کميټۍ غونډه د ګل په ورځ د پارلمان په ودانۍ كښې د کميټۍ سينئر غړې حنا رباني کھر په مشرۍ كښې وشوه ٬ په غونډه كښې د كمېټۍ غړو پشمول  د اړوند سرکاري ادارو اعليٰ چارواكو ګډون وكړو ۔ د پي اے سي غونډه كښې د خارجه وزارت آډټ رپورټ 2024-25 جاج اخستل وٶ خو د خارجه …

 

اسلام آباد 07 ستمبر (اے پي پي) د پارلمان  د پبلك اکاٶنټس کميټۍ غونډه د ګل په ورځ د پارلمان په ودانۍ كښې د کميټۍ سينئر غړې حنا رباني کھر په مشرۍ كښې وشوه ٬ په غونډه كښې د كمېټۍ غړو پشمول  د اړوند سرکاري ادارو اعليٰ چارواكو ګډون وكړو ۔ د پي اے سي غونډه كښې د خارجه وزارت آډټ رپورټ 2024-25 جاج اخستل وٶ خو د خارجه سيکرټري د نشتوالي په سبب د پي اے سي غونډه وځنډولې شوه۔ د غونډې په پېل كښې سيد نويد قمر ووئيل ټول كېسونه د لس ميلنه روپو نه كم دي٬ دي لپاره دې بايد دا ذيلي كمېټۍ ته وسپارلې شي۔ د غوندې د صدر نشيں حنا رباني کھر  په پوښتنه د خارجه وزارت ايډيشنل سيکرټري ووئيل خارجه سيکرټري اوس مهال غونډه كښې ګډون نشي كولې ځكه چې ھغه په وزيراعظم آفس كښې دے ۔ کميټۍ ووئيل  د پي اے سي غونډه روانه ده ھغه بايد دا مهال دلته موجود ؤ ۔ حنا رباني کھر ووئيل غړي په دېر سفر كولو دلته په غونډه كښې ګډون لپاره راځي ٬ د دوي په پټرولو او هوائي ټكټ هم خرڅونه راځي٬ د دې څوك ذمه واري دي۔ د غړو په سفارش كمېټۍ پرېكړه وكړه چې  پي اے سي به د خارجه سيکرټري  غونډه كښې د نشتوالي په اړه وزيراعظم ته  چيټۍ كښې د خپلو تحفظاتو څرګندونه كوي۔

مزید خبریں