اسلام آباد 07 ستمبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د ډي اے فيسليټيشن سينټر ناڅاپي دوره وكړه او په دې موقع ئي شته وګړو څخه مسئلې نېغ په نېغه وپوښتلې ۔ وفاقي وزير په فيسليټيشن سينټر كښې د ايجنټس د موجودګۍ سخت نوټس اغستو سره د هغوي په ضد د كاروائۍ امر كولو سره ووئيل په فيسليټيشن سينټر كښې يو اېجنټ بايد ونه ليدے …
وفاقي وزير محسن نقوي د سي ډي اے فيسليټيشن سينټر ناڅاپي دوره٬ وګړو څخه ئي نېغ په نېغه مسئلې وپوښتلې

مزید خبریں
اسلام آباد 07 ستمبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د ډي اے فيسليټيشن سينټر ناڅاپي دوره وكړه او په دې موقع ئي شته وګړو څخه مسئلې نېغ په نېغه وپوښتلې ۔ وفاقي وزير په فيسليټيشن سينټر كښې د ايجنټس د موجودګۍ سخت نوټس اغستو سره د هغوي په ضد د كاروائۍ امر كولو سره ووئيل په فيسليټيشن سينټر كښې يو اېجنټ بايد ونه ليدے شي ٬ په دې موقع وفاقي وزير د سينئر سټيزن کاٶنټر دوره هم وكړه او د مشرانو د مسئلو ئې په سمدستي توګه د حل كولو امر وكړو۔ داخله وزير په کاٶنټرز د اوږدو قطارونو، ګڼې او په انتظار د مرورتيا څرګندونې كولو سره امر وكړو چې فيسلټيشن سينټر ته راغلي وګړې دې په ښه ډول مېنج كړے شي۔ وفاقي وزير په دې موقع د ودانۍ رنګ روغ او ښكلا سره سره د نوو كاٶنټرز جوړولو احكامات هم جاري كړل٬ وګړو داخله وزير سره په خبرو كښې ووئيل د فيسليټيشن سينټر نظام اوس هم مينول دے، بشپړه ډيجيټلائزيشن شوے نه دے٬ په ټاكلې نېټه ضروري دستاويزات نه وركړے كېږي٬ بيا بيا راتلل وي۔ محسن نقوي د وګړو مسئلو ازالې لپاره په موقع احكامات هم جاري كړل۔ داخله وزير محسن نقوي ووئيل اولس ته غوره او په وخت خدمات وركول دې باوري كړے شي، بايد وګړي غېر ضروري انتظار او مسئلو سره مخ نشي ، دغسې په مقرره نېټه د دستاويزات وركړه دې باوري كړې شي٬ ده ووئېل د ډيجيټل نظام د لارې دې د وګړو مسئلې په سمدستي توګه او په سپېځلې ډول حل كړې شي، د فيسليټيشن سينټر نظام دې په بشپړه توګه ډيجيټل كړے شي۔ داخله وزير محسن نقوي وګړو له باور وركړو چې په يو مياشت كښې دننه به ښكاره ښه والے راشي۔











