اسلام آباد۔7ستمبر(اے پی پی) پاكستان كښې د سكرو د مجموعي زېرمو اندازه 186 ارب ټن ده ، په هېواد كښې د بجلۍ پېدا كولو مجموعي استعداد كښې سكرو څخه د بجلۍ پېدا كولو تناسب 17 فيصد دے۔ د تلپاتي پرمختګ ادارې اېس ډی پی آئی څېړنكارې نورالعین خپل تجزياتي رپورټ كښې وئيلي دي په هېواد كښې د سكرو د مجموعي زېرمو اندازه 186 ارب ټنه ده كومو كښې چې …
پاكستان كښې د سكرو د مجموعي زېرمو اندازه 186 ارب ټن ، په هېواد كښې د بجلۍ پېدا كولو مجموعي استعداد سكرو څخه د بجلۍ پېدا كولو تناسب 17 فيصد دے : تجزياتي رپورټ

مزید خبریں
اسلام آباد۔7ستمبر(اے پی پی) پاكستان كښې د سكرو د مجموعي زېرمو اندازه 186 ارب ټن ده ، په هېواد كښې د بجلۍ پېدا كولو مجموعي استعداد كښې سكرو څخه د بجلۍ پېدا كولو تناسب 17 فيصد دے۔ د تلپاتي پرمختګ ادارې اېس ډی پی آئی څېړنكارې نورالعین خپل تجزياتي رپورټ كښې وئيلي دي په هېواد كښې د سكرو د مجموعي زېرمو اندازه 186 ارب ټنه ده كومو كښې چې 185 اربه ټنه د سندھ د تھركول زېرمو ده۔ دې ووئيل تر تېرو څو لسيزو د توان ترلاسه كولو لويې سرچينې څخه استفاده ونكړې شوه او د دې په ځائے په درآمدی فیولز انحصار وكړے شو بياهم د سي پېك منصوبې لاندې په تھركول كښی د سكرو زېرمو كان كندلو اقدامات وكړے شول۔ د توان نړيوالې ايجنسۍ (آئی ای اے) د رپورټ ذكر كولو سره نور العېن ووئيل په كال 2024 كښې د سكرو نړيوال طلب 8.8 ارب ټن و او په راروانو كلونو كښې د سكرو په طلب كښې د كوم لوي بدلون امكان نشته۔ دې ووئيل په ګرده نړۍ كښې سكاره يوازې بجلي پېدا كولو له نه كارولې كيږي بلكې د سكرو د مجموعي نړيوال طلب درېمه برخه صنعتي څانګه ٬ د سټيل جوړولو ٬ سيمنټ او كېميكلز په شمول نورو صنعتونو كښې كارولې شي











