اسلام آباد۔7ستمبر(اے پی پی) د پاك هند جنګ په اوومه ورځ ٬ 7 ستمبر 1965 هند پاكستان ته د جنګ دائره تر مشرقي پاكستان د پراخه كولو دړكه وركړه، په دغه ورځ 31 د هند الوتكې له منځه يوړلې شوې او د تباه كړې شوو الوتكو شمېره 53 ته ورسېده۔ د هند وياند اعتراف وكړو چې د هند ځواكونو په لاهور ٬ سلېمانكي ٬ فېروز پور بريد ناكامه پاتې …
د جنګ اوومه ورځ ٬ په 7 ستمبر 1965 هند پاكستان ته د جنګ دائره تر مشرقي پاكستان پراخه كولو دړكه وركړه

مزید خبریں
اسلام آباد۔7ستمبر(اے پی پی) د پاك هند جنګ په اوومه ورځ ٬ 7 ستمبر 1965 هند پاكستان ته د جنګ دائره تر مشرقي پاكستان د پراخه كولو دړكه وركړه، په دغه ورځ 31 د هند الوتكې له منځه يوړلې شوې او د تباه كړې شوو الوتكو شمېره 53 ته ورسېده۔ د هند وياند اعتراف وكړو چې د هند ځواكونو په لاهور ٬ سلېمانكي ٬ فېروز پور بريد ناكامه پاتې شوے او هند په هر ډګر لوي زيان سره مخ دے۔ په 7 ستمبر 31 د هند الوتكې تباه كړې شوې او د تباه كړې شوو الوتكو ټوله شمېره 53 ته ورسېده ۔ صدر ایوب خان پاك هوائي پوځ ته په غوره كاركردګۍ پېرزوئنې وړاندې كړې۔ د صدر ايوب خان وېنا وه چې يوازې د استصواب رائے د لارې كشمير كښې امن راتللے شي، د كشمير انقلابي كونسل وياند هند ته خبردارے وركړو چې کشمیرے اولس به هندي عزائم خاورو سره حاوري كړي۔ د پاک پوځ کمانډر ان چیف جنرل موسیٰ ریټائرډ پوځي افسرانو او ځوانانو ته ډيوټۍ ته د حاضرېدو امر وكړو۔ د مشرقي پاكستان ګورنر عبد المنعم خان هند ته دړكه وركړه چې په مشرقي پاكستان كښې يرغل به هند تر ټولو ناوړه نتيجو سره مخ كړي۔ د پاك بحريه چيف اېډمرل اے آر خان د بحري پوځ په نامه پېغام كښې ووئيل هغه دې د قام د هيلو له مخې د خپلې كاركردګۍ څرګندونه وكړي۔ دغسې پاكستان نېول شپس بابر ،خېبر،بدر،جهانګیر،عالمګیر،شاہ جهاں او ټیپو سلطان دښمن تر خپل حد محدود وساتلو۔ مېجر جنرل اختر حسېن ته د كشمير په جوړياں سېكټر كښې د غوره كاركردكۍ په څرګندونه هلال جرات وركړے شو۔ صدرایوب خان د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر یوتھانټ څخه غوښتنه وكړه چې كشميري وګړو سره كړې خپل لوظونه تر سره كړي ۔ پاکستان سكھ ورورولۍ ته باور وركړو چې د هغوي د مقدس ځايونو حرمت به په هر صورت په ځائے ساتلے شي











