اسلام آباد 07 ستمبر (اے پي پي) د موسمياتي بدلون او ماحولياتي رابطې وفاقي وزير ډاکټر مصدق ملك د پاکستان موسمياتي بدلون څخه د ځپلو وګړو او د بې وځله ودانۍ مسئلو حل لپاره په تلپاتي طريقه کار او د پرمختيائي اصطلاحاتو په ځائے په عملي٬ په کميونټي اډانه او د اوږدې مودې په اقدامات زور راوړٶ۔ دا خبرې ده د ګل په ورځ د بوليويا سره تعلق لرونكې …
وفاقي وزير ډاکټر مصدق ملك سره د ملګرو ملتونو ادارې يو اين هيبي ټيټ افسر او ډي اينجيلو وليدل

مزید خبریں
اسلام آباد 07 ستمبر (اے پي پي) د موسمياتي بدلون او ماحولياتي رابطې وفاقي وزير ډاکټر مصدق ملك د پاکستان موسمياتي بدلون څخه د ځپلو وګړو او د بې وځله ودانۍ مسئلو حل لپاره په تلپاتي طريقه کار او د پرمختيائي اصطلاحاتو په ځائے په عملي٬ په کميونټي اډانه او د اوږدې مودې په اقدامات زور راوړٶ۔ دا خبرې ده د ګل په ورځ د بوليويا سره تعلق لرونكې د ملګرو ملتونو ادارې يو اين هيبي ټيټ افسر او ډي اينجيلو سره ملاقات كښې وكړه۔ ملاقات كښې د وګړو په پرمختګ، موسمياتي لچك، د اوبو په ويستلو ، د سيلاب مخه نيوي او د كمزورو ودانيو لپاره په عملي منصوبو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ ډاکټر مصدق ملك په پرمختيائي منصوبو كښې په تاخيرد سخت تشويش څرګندونې كولو سره ووئيل د پاليسي سازۍ او د نړيوالې مرستې حتمي مقصد په زمكيزه كچه عملي كار او د اولس مسئلې حل كول پكار دي ۔ ده ووئيل بايد مونږ د نتېجې وړ او موثر كار وكړو٬ ده ووئېل موثره پاليسي وړاندېزونه راكړې مونږ به ئي مرسته كوٶ او دا به عملي كوٶ۔ ده په ټولو ادارو زور راوړو چې غېر ضروري تاخير او د خنډانو كمولو لپاره په منصوبو په تندۍ سره عملدرامد باوري كړئ۔ د ملاقات په مهال د اړوند چارو پشمول د شريكې خوښې په نورو چارو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔











