اسلام آباد۔7ستمبر(اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر اياز صادق د فضائيې ورځ په موقع د پاك فضائيه شهيدانو ٬غازيانو او ځوانانو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي پاك هوائي پوځ د هېواد د خپلواكۍ ٬ قامي سلامتيا او فضائي پولو ساتنه كښې د غېر معمولي مړانې ٬ پېشه ورې پوهې او وطن سره د مينې څرګندونه كړې ده۔ ده ووئيل د پاك هوائي پوځ شهيدانو او غازيانو …
د كال 1965 په جنګ كښې د پاك فضائيه د شهيدانو او غازيانو قربانۍ د قامي تاريخ د وياړ وړ باب دے: اياز صادق

مزید خبریں
اسلام آباد۔7ستمبر(اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر اياز صادق د فضائيې ورځ په موقع د پاك فضائيه شهيدانو ٬غازيانو او ځوانانو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي پاك هوائي پوځ د هېواد د خپلواكۍ ٬ قامي سلامتيا او فضائي پولو ساتنه كښې د غېر معمولي مړانې ٬ پېشه ورې پوهې او وطن سره د مينې څرګندونه كړې ده۔ ده ووئيل د پاك هوائي پوځ شهيدانو او غازيانو قربانۍ د قامي تاريخ د وياړ وړ باب دے٬ قام به د خپلو مېړنو فرزندانو مړانې او قربانۍ تل يادې ساتي۔ د ګل په ورځ د فضايې ورځې په موقع خپل پېغام كښې سپيكر ووئيل د كال 1965ء په جنګ كښې پاك فضائيې د محدود وسائلو باوجود د پېشه ورې بريا ٬ مړانې او جنګي پوهې په زړه پورې ډول څرګندونې سره د هېواد د فضائي پولو بشپړه دفاع وكړه او د دښمن د فضائي بريدونو يۍ مقابله وكړه۔ سپیکر سردار ایاز صادق ووئيل ایئر مارشل نور خان د 1965ء جنګ په مهال په مضبوط عزم سره د پاك فضايې مشري وكړه۔ هغه د اېم اېم عالم غېر معمولي مړانې او جنګي پوهې ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل په يوه فضائي معركه كښې د دښمن 5 الوتكې رانسكورل د هغه د ځانګړي پېشه ور صلاحيت او مړانې روښانه مثال دے۔ سردار اياز صادق ووئيل د مئي 2025 معرکهٔ حق په مهال پاک فضائیه د خپل پېشه وره صلاحیت، جنګی چمتووالي او عصري ټېكنالوجۍ په مؤثر توګه د كارولو بشپړه څرګندونه وكړه۔ د پاک فضائیې عصري جنګي الوتكو په خاص توګه جے-10 سی او جے اېف-17 تھنډر جنګي الوتكو د وطن په دفاع كښې مهم كردار ترسره كړو او د هند د يرغل مؤثر ځواب وركولو كښې يۍ د كوم زيان نه پرته د دښمن يو شمېر الوتكې نسكورې كړې۔ ده ووئيل قام په خپلو شهيدانو ٬ غازيانو او د پاك فضائيه په مړانه او قربانيو وياړي۔ ده دعا وكړه چې پروردګار دې شهيدانو له لوړې درجې او د هغوي غمجنيو كورنيو له صبر و حوصله وركړي۔ ده هېواد لپاره د امن ٬ سلامتيا ٬ پرمختګ ٬ څوكالۍ او د ثبات دعا هم وكړه۔











