اسلام آباد۔7ستمبر (اے پي پي )د یومِ دفاع وشهداء په موقع د خیبرپښتونخوا په بېلا بېلو ښارونو كښې وقار لرونېكې دستورې وشوې۔ تفصیلات تر مخه شمالي وزیرستان،ډیرہ اسماعیل خان او کوهاټ كښې د شهدا په یادګارِونو بېرغونه هسك كړے شول او شهيدانو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كرې شوې ،جي او سي میرانشاہ،جي او سي کوهاټ او جي او سي ډي آئي خان د شهيدانو په یادګارِ د ګلونو …
د یومِ دفاع وشهداء په موقع د خیبرپښتونخوا په بېلا بېلو ښارونو كښې دستورې

مزید خبریں
اسلام آباد۔7ستمبر (اے پي پي )د یومِ دفاع وشهداء په موقع د خیبرپښتونخوا په بېلا بېلو ښارونو كښې وقار لرونېكې دستورې وشوې۔ تفصیلات تر مخه شمالي وزیرستان،ډیرہ اسماعیل خان او کوهاټ كښې د شهدا په یادګارِونو بېرغونه هسك كړے شول او شهيدانو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كرې شوې ،جي او سي میرانشاہ،جي او سي کوهاټ او جي او سي ډي آئي خان د شهيدانو په یادګارِ د ګلونو څادرونه وغوړل ، دستورو كښې اعلیٰ عسکري وسول چارواكو ، پولیس افسرانو او د شهيدانو كورنيو په زړه پورې ګدون وكړو ، د خیبر پښتونخوا په مختلف سکولونو كښې د بېرغونو هسك كولو او د خاص اسمبلیو تايبا وكړې شوه چې پكښې مقامي کمانډرز ګدون وكړو ، په دې موقع مقامي کمانډرز او د سيمې مشرانو د شهيدانو په قبرونو حاضري وركړه او فاتحه خواني يې وكړه ،دغسې د صوبې په بېلا بېلو سيمو كښې ولوله لرونكي لاريونونه اويستل شول او د قامي بېرغ سره خلقو د پاکستان او پاک پوځ په حق كښې نعرې اوهلې ،دغسې د یومِ دفاع و شهداء په مناسبت سره پیښور ګیریژن كښې کرنل شیر خان شهید سټیډیم كښې د پاک پوځ تر سېوري لاندې نندارتون هم وكړے شو ، وګړو ، ځوانانو او ماشومانو د پاک پوځ د مختلف څانګو په استلز كښې خوښي ولرله ۔











