اسلام آباد۔7ستمبر(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د فضائيې ورځې په موقع د پاك پوځ شهيدانو او غازيانو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي چې 7 ستمبر كال 1965 د پاك پوځ د غېر معمولي زړورتيا او ځانګړي پېشه ور مهارت تاريخي ورځ ده۔ په خپل خصوصي پېغام كښې د كورنيو چارو وفاقي وزير ووئيل د هوايي ځواک زړورو شاهينانو په كال 1965 كښې د …
د هوايي ځواک زړورو شاهينانو كال 1965 كښې د دښمن غرور خاورو كښې ګډ كړو: د كورنيو چارو و فاقي وزير

مزید خبریں
اسلام آباد۔7ستمبر(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د فضائيې ورځې په موقع د پاك پوځ شهيدانو او غازيانو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي چې 7 ستمبر كال 1965 د پاك پوځ د غېر معمولي زړورتيا او ځانګړي پېشه ور مهارت تاريخي ورځ ده۔ په خپل خصوصي پېغام كښې د كورنيو چارو وفاقي وزير ووئيل د هوايي ځواک زړورو شاهينانو په كال 1965 كښې د دښمن غرور خاورو كښې ګډ كړو۔ ده قومي اتل سكوارډرن ليډر اېم اېم عالم ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل د اېم اېم عالم مړانه د هېواد د پوځي تاريخ يو زرين او نه هېرېدونكې باب دې۔ هغه په يو څو ګھړو كښې د دښمن 5 جنګي الوتكې نسكورې كړې او يوه داسې تاريخي كارنامه يۍ ترسره كړه كومه چې نړۍ كښې مثال نه لري۔ ده ووئيل دا ورځ زمونږ د غازيانو او شهيدانو د ځانګړې قربانيو ياد تازه كوي۔ ده ووئيل د ګران هېواد د فضائي پولو ساتونكي همه وقت بېدار او چمتو دي او شهيدانو او غازيانو د خپلې وينې د لارې د وطن دفاع مضبوطه كړې ده۔ ده ووئيل ټول قام به د پاك هوائي ځواك په اعلی صلاحيتونو تل وياړي۔











